په کندهار کې  د څه باندې  ۱.۶ ملیونه  افغانیو په ارزښت د اوبو لګولو د یو کانال د جوړولو کار بشپړ شو

Ehsan_admin
دوشنبه ۱۳۹۸/۱۰/۹ - ۹:۲۶
قندهار

د کلیو د بیا رغونې او پراختیا وزارت د ولسي تړون ملي پروګرام له لوري د څه باندې د ۱.۶  ملیونه افغانیو په ارزښت د اوبو لګولو د یوکانال د جوړولو کار د کندهار ولایت د پنجوایي ولسوالۍ اړوند د محمد نور پراختیایي شورا له خوا بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو. د دغه کانال مجموعي اوږدوالی ۱۴۰۰ متره دی چې ۸ بندونه او ۱۵ د اوبو د ویش دروازې لري. د دغې پروژې د جوړولو په بهیر کې ماهرو او غیرو ماهرو کاریګروته ۹۷۰ کاري ورځې رامنځته شوې دي او د کلي ۱۳۵ کورنۍ ترینه ګټه پورته کوي. د یادونې وړ ده چې د نوموړي کانال په ګټې اخیستنې سره به د کلیوالو ۱۱۰۰ جریبه ځمکه خړوبه شي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۸/۲ - ۴:۴۲
Background image

د لوګر ولایت په اړوندو سیمو کې د یوې پايې کانکریټي پل د جوړولو چاري پیل شو

د لوګر ولایت د مرکز اړوند د بیدک په کلي کې د (۲۰ ) مترو په اوږدوالي د یوه کانکریټي موټررو پل د جوړولو چارې، دڅه باندې (۱۳) میلیون افغانیو په لګښت، د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزیر. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۶:۸
Background image

په بغلان ولایت کې د اوبو رسولو (۱۰) شبکې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

د بغلان ولایت د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست له لوري د دغه ولایت په دهنه غوري، نهرین، برکه، دوشي، خنجان او بنو ولسواليو کې د څه باندې (۴۲.۶) میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو رسولو (۱۰. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۰:۰
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د بامیان ولایت له والي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د بامیان ولایت له والي الحاج قاري ګل حیدر شفق سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پيل کې د. . .

BACK TO NEWS