په کندهار ولایت کې د باڼس د ترویج په موخه شپږ ورځنۍ روزنه ورکړل شوه

content_manager
یکشنبه ۱۳۹۹/۷/۶ - ۱۰:۳۸
په کندهار ولایت کې د باڼس د ترویج په موخه شپږ ورځنۍ روزنه ورکړل شوه

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیوالي اقتصاد د پیاوړتیا ملي پروګرام د باڼس د ترویج او پراختیا پروژې له لوري په کندهار ولایت کې د باڼس د کرنې او دود ګرځولو په موخه شپږ ورځنۍ روزنه د دې پروژې ګټه اخیستونکو ته تر سره شوه.

د کلیوالي اقتصاد د پیاوړتیا ملي پروګرام د باڼس د ترویج او پراختیا پروژې مسوول له لوري د مالي سرچینو او مارکېټ ته د لاس‌رسیو په ګډون د باڼس د ډولونو په اړوندو موضوعاتو کې تفصیلي معلومات د روزنې برخوالو ته وړاندې شول.

د دې پروژې د مسوول له لوري د روزنو په موخه کندهار ولایت ته د یو رسمي سفر په ترڅ کې د ارغنداب او ډنډ ولسوالیو کې د باڼس له کرنیزې ځمکې څخه د لیدنو ترڅنګ، د کندهار ولایت په مرکز میرویس مينه کې د پروژې له‌خوا د باڼس د تولیداتو لپاره د جوړ شوي کارخانې هم لیدنه وکړه.

د یادونې وړ ده، چې د کلیوالي اقتصاد د پیاوړتیا ملي پروګرام د باڼس د ترویج او پراختیا پروژه د سارک هېوادونو د مالي پراختیایې صندوق په ملاتړ د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت په چوکاټ کې په کندهار او ننګرهار کې فعالیت لري.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۵ - ۱۱:۳۰
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د یونیسف دفتر له استازې او مل پلاوي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د یونیسف دفتر له استازې او مل پلاوي سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پیل کې د یونیسف دفتر. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۵ - ۱۰:۵۱
Background image

د ولایتي ریاستونو خبریالانو لپاره د وړتیا لوړولو درې ورځنی روزنیز ورکشاپ پای ته ورسېد

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د ولایتي ریاستونو خبریالانو لپاره د وړتیا لوړولو روزنیز ورکشاپ نن د یوې غونډې په ترڅ کې د دغه وزارت د کلیو ودانیزو چارو مرستیال الحاج محمد ارسلاح. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۳ - ۱۱:۳
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د پکتیا ولایت د مرکز ګردیز له قومي مشرانو او مخورو سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د پکتیا ولایت د مرکز ګردیز له قومي مشرانو او مخورو سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پيل کې. . .

BACK TO NEWS