په کاپیسا کې د ۶ میلیونه افغانیو په ارزښت د اوبورسولو دوه شبکې جوړیږي
د کلیوبیارغونې او پراختیا وزارت له لوري د کاپیسا ولایت د مرکز اړوند په دشت ارچي نمبر یک او نمبر دو کلیو کې د ۶ میلیونه افغانیو په ارزښت د اوبورسولود دوه شبکو د جوړولو کار پیل شو.
دا شبکې په سولر پمپ سنبالې دي، او د ۲۰ متر مکعبه اوسپنیزو کانکریټې زیرمو او د احاطې دیوال درلودونکې دي. چې په جوړیدو سره به یې نیغ په نیغه نږدې ۱۰۰۰کورنۍ او د ګاونډیو کلیویو شمیر اوسیدونکي په غیر مستقیم ډول د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی ومومي.
باید ووایو چې ددې پروژو په ترڅ کې لسګونه کاري ورڅې هم رامنځته کیږي.
