په کاپیسا کې د ۳ میلیونه افغانیو په ارزښت د اوبو رسولو د یوې شبکې کار روان دی
د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت له لوري د کاپیسا ولایت په نو اباد پایین کلي کې د څه باندې ۳ میلیونه افغانیو په ارزښت د اوبو رسولو د یوې شبکې کار روان دی.
دا شبکه سولر پمپ، د ۲۰ متره مکعبه په ظرفیت یوه هسکه زیرمه او د احاطې دیوال لري چې په بشپړتیا سره به یې ۱۹۰ کورنۍ په مستقیم ډول او ۳۰۰ نورې کورنۍ په نا مستقیم ډول د څښاک پاکو او صحي اوبو ته لاسرسی پیدا کړي.
