په کاپیسا کې د ۳۷ میلیونه افغانیو په ارزښت د ۳.۴۷ کیلومتره سړک د جوړولو چارې پیل شوې

content_manager
چهارشنبه ۱۳۹۹/۷/۲ - ۱۴:۲۶
آغاز کار ساخت ۳.۴۷ کیلومتر سرک به ارزش ۳۷  میلیون افغانی در کاپیسا

د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیوالي لار جوړونې ملي پروګرام له لوري د کاپیسا ولایت د حصه دوم کوهستان ولسوالۍ په دوو برخو کې د ۳۷ میلیونه افغانیو په ارزښت د ۳.۴۷ کیلومتره کانکریټي سړک او اوبو وتلو دلارو د جوړولو چارې پیل شوې.

په دې پروژه کې له سربند بالا تر سربند پایین کلي د ۱.۴۱ کیلومتره سړک او د حصه دوم کوهستان ولسوالۍ له مراد خواجه تر چهاراسیاب کلي پورې د ۲.۰۶ کیلومتره سړک جوړول راځي، چې په ترڅ کې یې زرګونه کاري ورځې رامنځته کیږي.

دیادو سړکونو په جوړولو سره به د ۲۶۰ کورنیو ترانسپورتي ستونزې نیغ په نیغه او د۳۰۰۰ کورنیو ستونزې په غیر مستقیم ډول هوارې شي او په اقتصادي چارو کې به یې د پام وړ مثبت بدلون راولي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۸ - ۱۳:۵۹
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د کاپیسا ولایت د والي له مرستیال سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د کاپیسا ولایت د والي له مرستیال شیخ اسدالله سنان او د کلیو د بیارغونې او پراختیا. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۱۳:۱۰
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د هلمند ولایت له والي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د هلمند ولایت له والي مولوي امان الدین منصور او د کلیو د بیارغونې او پراختیا رئیس. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۱۰:۱۲
Background image

خبرتیا

د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت په پام کې لري چې خپل (۱۲۱) عرادې وسایط په ۱۴۰۵/۱/۱۸ نېټه د سې شنبې په ورځ د لیلام پروسې له لاري خرڅ کړي.

شرکتونه او اشخاص که د رانیولو لپاره علاقمندي. . .

BACK TO NEWS