په کاپیسا کې د ۱۳.۴ میلیونه افغانیو په ارزښت د ۴۴۴ متره محافظوي دیوال جوړولو کار روان دی
د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت د سیمه ییزو پروګرامونو د همغږۍ دفتر له خوا د کاپیسا ولایت د حصه دوم کوهستان ولسوالۍ په کالوته کلي کې د پنجشیر سیند د غاړو لپاره د ۱۳.۴ میلیونه افغانیو په ارزښت د ۴۴۴ متره محافظوي دیوال جوړولو کار روان دی.
د یادولو وړ ده چې د دې پروژې په بشپړتیا سره به د استوګنې ګڼ کورونه، کرنیزې ځمکې او میوه لرونکې او نا میوه لرونکې ونې د موسمي نیزونو له ګواښه خوندي شي.
