په کاپیسا ولایت کې د(۶۸) پراختیايي پروژو چارې پیل شوې

noor_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱/۶ - ۹:۲۹
1

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت له لوري د کاپيسا ولایت په تګاب ولسوالۍ کې د شاوخوا (۱۲۰) میلیونه افغانیو په لګښت د (۶۸) پراختیايي پروژو چارې نن د یوې غونډې په ترڅ کې د دغه وزارت د سرپرست وزیر الحاج ملا محمد یونس اخندزاده صاحب له خوا پيل شوې.

د یادو پروژو د پیل لپاره په جوړه شوې غونډه کې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت سرپرست وزیر الحاج ملا محمد یونس اخندزاده، مل پلاوي، د کاپیسا ولایت والي الحاج قاري بريال صاحب او د یاد ولایت د کلیو د بیارغونې او پراختیا رئیس مفتي سید ابرار محمدي د دغه ولایت یو شمیر نورو مسؤولینو، د یادې ولسوالۍ علماء کرامو، سپین ږیرو او ځواناو ګډون کړی وو.

په یاده غونډه کې وزیر صاحب د یادي سېمې ولسونو ته ډاډ ورکړ چې ستونزو ته به یې رسېدنه کیږې همدارنګه موږ به خپلو امکاناتو ته په کتلو سره د هیواد په لیرې پرتو سېمو کې هغه بنیادي پراختیایي پروژې پلي کوو کومو پروژو ته چي د سېمې خلک اړتيا لري.

په دغو پروژو کې د کلیوالي سړکونو، پلونو، پلچکونو، استنادي دیوالونو او کانالونو جوړول شامل دي.

د یادو پروژو د کار په جریان کې به سلګونه تنه کاریګرو ته د کار زمینه برابره او په بشپړیدو سره به يې په اړوندو برخو کې د نوموړې ولسوالۍ د اوسیدونکو ستونزې تر یو حده پورې هوارې شې.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۵ - ۱۱:۲۷
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت له لوري د مؤسساتو له استازو سره د همغږۍ غونډه ترسره شوه

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب په مشرۍ د مؤسساتو له استازو سره د اوبو او روغتیا ساتنې په تړاو د همغږۍ غونډه ترسره شوه.

په یاده غونډه کې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۴/۱۳ - ۱۲:۳
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د پکتیا ولایت له والي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د پکتیا ولایت له والي مولوی مهرالله حماد سره لیدنه وکړه.

 

د لیدنې په پيل کې د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۴/۶ - ۱۲:۰
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د لغمان ولایت له والي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې په داسې حال کې چې د دغه وزارت د پلان او پالیسي مرستیال مولوي شرف الدین مسلم هم شتون. . .

BACK TO NEWS