په کابل، هرات، او نورستان ولایتونو کې د دریو ښوونځيو ودانۍ جوړې شوې

mrrd_admin
پنجشنبه ۱۳۹۹/۷/۲۴ - ۷:۵
په کابل، هرات، او نورستان ولایتونو کې د دریو ښوونځيو ودانۍ جوړې شوې

د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت د ولسي تړون ملي پروګرام د اقرا پروژې تر سیوري لاندې د کابل ولایت د فرزې ولسوالۍ په حسن خیلوکلي کې، د نورستان ولایت د کامدیش ولسوالۍ په بالا ده پتیګل کلي کې او د هرات ولایت د کشک رباط سنګي ولسوالۍ په خواجه سبز پوش کلي کې د دریو ښوونځيو ودانۍ جوړې شوې. او د ننګرهار ولایت د کوز کونړ ولسوالۍ په تاران کلي او د چپرهار ولسوالۍ په هاشم خیلو کلي کې د دوو ښوونځيو د ودانیو کار بشپړتیا ته نږدې دی.

دا ښوونځي ۱۰، ۸، یا ۴ ټولګي، تشنابونه او د څښاک د اوبو څاه ګانې لري او په ترڅ کې یې ۱۴ زره کاري ورځې رامنځ ته شوي.

یاده دې وي چې په جوړو شویو ښوونځيو سره ۸۶۰ تنه زده کوونکو ته د ښوونې او روزنې وړ چاپیریال رامنځ ته شو او ۴۸۰ تنه زده کونکي به له جوړیدونکو ښوونځيو ګټه پورته کړي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۳ - ۱۱:۳
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د پکتیا ولایت د مرکز ګردیز له قومي مشرانو او مخورو سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د پکتیا ولایت د مرکز ګردیز له قومي مشرانو او مخورو سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پيل کې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۲ - ۴:۴۲
Background image

د لوګر ولایت په اړوندو سیمو کې د یوې پايې کانکریټي پل د جوړولو چاري پیل شو

د لوګر ولایت د مرکز اړوند د بیدک په کلي کې د (۲۰ ) مترو په اوږدوالي د یوه کانکریټي موټررو پل د جوړولو چارې، دڅه باندې (۱۳) میلیون افغانیو په لګښت، د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزیر. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۶:۸
Background image

په بغلان ولایت کې د اوبو رسولو (۱۰) شبکې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

د بغلان ولایت د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست له لوري د دغه ولایت په دهنه غوري، نهرین، برکه، دوشي، خنجان او بنو ولسواليو کې د څه باندې (۴۲.۶) میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو رسولو (۱۰. . .

BACK TO NEWS