په پنځو ولایتونو کې د ۷ ښوونځيو جوړولو کار پیل شو

content_manager
جمعه ۱۳۹۸/۷/۱۹ - ۵:۵۱
مکتبها

د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت د ولسي تړون پروګرام د اقرا پروژې تر سیوري لاندې په پنځو ولایتونو کې د ۷ ښوونځیو جوړولو کارونه روان دي.
دا ښوونځي چې د کابل په قره باغ، د بلخ په مارمل، د ننګرهار په چپرهار، د بادغیس په مقر او ابکمري او د زابل په شاجوی ولسوالیو کې جوړیږي، ۸،۱۲ یا شپږ ټولګي، تشنابونه او د څښاک د پاکو او صحي اوبو څاګاني به ولري. ددې پروژو په ترڅ کې زرګونه کاري ورځې رامنځ ته شوي چې په بشپړتیا سره به یې د څه باندې ۲۳۰۰ کورنیو زده کونکو ته د ښوونې او روزنې وړ چاپیریال رامنځ ته شي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۴:۳۲
Background image

په زابل ولایت کې د یوه پُل د جوړولو چارې پیل شوې

د زابل ولایت د شاجوی ولسوالۍ اړوند د جعفر علي‌خېلو په کلي کې د (۴۰) مترو په اوږدوالي د یوه پُل د جوړولو چارې د (۱۷.۵) میلیونه افغانیو په لګښت، د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د مالي. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۴ - ۹:۴۷
Background image

د لغمان ولایت علیشنګ ولسوالۍ کې د (۲،۰۸۹) کیلومتره جغل‌ فرش سړک د جوړولو چارې پیل شوې

د لغمان ولایت د علیشنګ ولسوالۍ اړوند له واینګل سیمې څخه تر اولیا بالا پورې د (۲،۰۸۹) کیلومتره جغل ‌فرش سړک د جوړولو چارې، د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیو ودانیزو چارو مرستیال. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۶:۱۳
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیو ودانیزو چارو مرستیال په ننګرهار کې د پراختیايي پروژو د کار له بهیر څخه څارنه ترسره کړه

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیو ودانیزو چارو مرستیال ښاغلي الحاج محمد ارسلاح خروټي ننګرهار ولایت ته د کاري سفر په ترڅ کې د دغه ولایت د بېرته راستنېدونکو کډوالو ښارګوټي کې د. . .

BACK TO NEWS