په پنجشیر کې د ۲.۲ میلیونه افغانیو په ارزښت د اوبو د بریښنا یوه شبکه جوړه شوه

mrrd-admin
پنجشنبه ۱۳۹۹/۸/۲۲ - ۱۱:۳۰
تکمیل کار ساخت یک شبکه‌ی برق آبی کوچک به ارزش ۲.۲ میلیون افغانی در پنجشیر

د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت د ولسي تړون ملي پروګرام له لوري د پنجشیر ولایت د ابشار ولسوالۍ په محمد حشم کلي کې د ۲.۲ میلیونه افغانیو په ارزښت د اوبو د بریښنا یوه وړه شبکه جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

دا شبکه د ۸ کیلو واټه بریښنا د تولید وړتیا لري او په جوړیدو سره یې ۷۰ کورنیو د اوبو بریښنا ته لاسرسی پیدا کړ.

یاده دې وي چې ددې پروژې په ترڅ کې تخنیکي او نا تخنیکي کارګرو ته ۹۴۵ کاري ورځې رامنځ ته شوې وې.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۹:۱۹
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د پروان ولایت له والي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د پروان ولایت له والي شیخ عزیزالرحمن منصور سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پيل کې د پروان. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۸ - ۱۳:۵۲
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د یونیسف دفتر له استازي او مل پلاوي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور نن په خپل کاري دفتر کې د یونیسف دفتر له استازي ډاکټر تاج الدین  او مل پلاوي سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پیل کې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۳ - ۱۲:۲۹
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د (UNDP) دفتر له رئيس او مل پلاوي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور نن په خپل کاري دفتر کې د (UNDP) دفتر له رئیس سټیفن روډریکس او مل پلاوي سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پیل کې د (UNDP. . .

BACK TO NEWS