په هلمند کې د څه باندې د ۹،۲ ميلیونه  افغانیو په لګښت د کرنیزو اوبو لګولو کانال د جوړیدو کار روان دی

content_manager
دوشنبه ۱۳۹۸/۳/۲۷ - ۱۵:۲۵
هلمند

د کلیو د بیا رغونې او پراختیا وزارت د ولسي تړون ملي پروګرام  له لوري د څه باندې ۹،۲ ميليونه  افغانیو په لګښت د کرنیزو ځمکو د  اوبو لګولو کانال د جوړولو کار د هلمند ولایت د لښکرګاه اړوند د غربي رباط، شمالي لښکرګاه، احمد خېلو، مختار او شمالي لښکرګاه بازار د شوراګانو له لوري روان دی. دغه کانال ۹۶۲ متره اوږدوالی او ۱۵۰ سانتي متره پلنوالی لري او په دې پروژه کې ۷۳ حقابې په نظرکې نیول شویدي. د نوموړي کانال د کار په بهیر کې ماهرو اوغیر ماهرو کاریګرو ته  به ۴۳۲۰ کاري ورځې رامنځته کېږي  او د بشپړیدو وروسته به ۴۷۹ کورنۍ ترې  ګټه اخلي . د یادونې وړ ده چې دغه کانال به ۸۰۰ جریبه ځمکه خړوبه کړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۹ - ۱۰:۳۴
Background image

په پروان ولایت کې (۱۸۳) بیلابیلې پراختیايي پروژوې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت له لوري د پروان ولایت په شینواري او سالنګ ولسوالیو کې د څه باندې (۲۷۰) میلیونه افغانیو په لګښت د (۱۸۳) پراختیايي پروژې د یوې غونډې په ترڅ کې د دغه. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۳ - ۹:۱۵
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت له لوري د مؤسساتو له استازو سره د همغږۍ غونډه ترسره شوه

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور په مشرۍ نن له غرمې مخکې د چارو د ښه والي، ښې همغږۍ او متوازن پرمختګ په موخه د مؤسساتو له استازو سره ناسته ترسره. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۱ - ۱۳:۴۳
Background image

بلنلیک

د کلیو د بیا رغونې او پراختیا وزارت په پام کې لري چې د پرمختیايي او بشري مؤسساتو سره د چارو د بهبود ، د ښې همغږۍ او متوازن پرمختګ لپاره ناسته وکړي.

محترمو مؤسساتو ته په ډیر درنښت بلنه. . .

BACK TO NEWS