په ننګرهار کې د ۸۹۸ متره استنادي دیوال د جوړیدو هوکړه لیک لاسلیک شو

content_manager
شنبه ۱۳۹۹/۷/۵ - ۹:۵۰
په ننګرهار کې د ۸۹۸ متره استنادي دیوال د جوړیدو هوکړه لیک لاسلیک شو

د ننګرهار ولایت د کلیو بیارغونې او پراختیا رییس انجینر امان االله میاخیل او د کوټ ولسوالۍ د انځربند خانخیل شورا ترمنځ ۱۹.۶ میلونه افغانیو په ارزښت د یوه استنادي دیوال د جوړیدو هوکړه لیک لاسلیک شو.

دغه استنادي دیوال د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د سیمه ییزې پراختیا Regional Program له لوري په دوه برخو کې جوړیږي چې لومړۍ برخه یې ۴۹۱ متره او دویمه برخه یې ۴۰۷ متره اوږدوالی لري چی په جوړیدو سره به یې په یاده سیمه کې سلګونه جریبه ځمکه د سیلابونو له خطره خوندي شي دغه راز به ددې پروژې په پیل سره د سیمې لسګونو اوسیدونکو لپاره لنډمهاله کاري فرصتونه هم رامنځ ته شي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۰:۱۶
Background image

د بدخشان ولایت د واخان ولسوالۍ د سړک د رغنیزو چارو له بهیر څخه لیدنه ترسره شوه

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د پلان او پالیسۍ مرستیال مولوي شرف ‌الدین مسلم د یوه پلاوي په ملتیا بدخشان ولایت ته د خپل کاري سفر په ترڅ کې د واخان ولسوالۍ د سړک د رغنیزو چارو له. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۴:۰
Background image

د کليو د بيا رغونې او پراختيا وزارت محترم وزیر صاحب غزني او زابل ولایتونو ته سفر وکړ

د کليو د بيارغونې او پراختيا وزارت محترم وزير الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب د مل پلاوي په ملتیا غزني او زابل ولایتونو ته د کاري سفر په ترڅ کې د یادو ولایتونو د کلیو د بیارغونې او. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۷ - ۸:۲۴
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د نورستان ولایت له والي او قومي مشرانو سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د نورستان ولایت له والي ذین العابدین عابد او د یاد ولایت قومي مشرانو سره لیدنه وکړه.

. . .

BACK TO NEWS