په ننګرهار کې د څه د پاسه ۳۷ میلونه افغانیو په ارزښت د یوې پروژې هوکړه لیک لاسلیک شو

Ehsan_admin
یکشنبه ۱۳۹۹/۱/۲۴ - ۰:۴۹
ننگرهار

د ننګرهار کلیو بیا رغونې او پراختیا رییس انجینر امان الله میاخیل له لوري د بهسودو ولسوالۍ د کاریز کبیر سیمې د درې پرمختیایي شوراګانو سره د څه دپاسه ۳۷ میلونه افغانیو په ارزښت د ۳.۶ کیلومتره سرک د کانکړیټ کولوهوکړه لیک لاسلیک شو.

دغه سرک د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت د کلیوالي سیمو د جوړولو ملي پروګرام NRAP له لوري ۳۷۴۳۰۰۰۰ افغانیو په لګښت د ۳،۶ کیلومتره په اوږدوالي او ۶ متره عرض سره جوړیږي چې هوکړه لیک یې د مرکزي کاریزکبیر، کاریز کبیرغونډۍ او د نغلو دولسمې ویالې له پرمختیایي شورا سره لاسلیک شو.

دغه سرک د جلال اباد تورخم د لوې لارې څخه پیل او د ننګرهار کانال پورې رسیږي چې نږدې ۱۶۰۰۰ کورنۍ به ورڅخه د ترانسپورتي اسانتیاوو لپاره ګټه اخلي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۸ - ۱۳:۵۹
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د کاپیسا ولایت د والي له مرستیال سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د کاپیسا ولایت د والي له مرستیال شیخ اسدالله سنان او د کلیو د بیارغونې او پراختیا. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۱۳:۱۰
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د هلمند ولایت له والي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د هلمند ولایت له والي مولوي امان الدین منصور او د کلیو د بیارغونې او پراختیا رئیس. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۱۰:۱۲
Background image

خبرتیا

د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت په پام کې لري چې خپل (۱۲۱) عرادې وسایط په ۱۴۰۵/۱/۱۸ نېټه د سې شنبې په ورځ د لیلام پروسې له لاري خرڅ کړي.

شرکتونه او اشخاص که د رانیولو لپاره علاقمندي. . .

BACK TO NEWS