په ننګرهارکې د اوبو لګولو کاریز د رغولو کار روان دی

content_manager
دوشنبه ۱۳۹۹/۹/۱۷ - ۱۴:۳۲
په ننګرهارکې د اوبو لګولو کاریز د رغولو کار روان دی

د کلیو بیا رغونې او پرمختیا وزارت د سیمه ییز پروګرام د همغږی دفتر له لوري د ننګرهار ولایت د روداتو ولسوالۍ په کان دیکان کلي کې د اوبو لګولو کاریز د رغولو کار ۴۰ سلنه مخته تللی دی. د دغې پروژې په ترڅ کې د اوبو لګولو د کاریز څاه ګانې او د ۱۷۵۵ مترو په اوږدوالي کروندو ته د اوبو د رسولو پوخ کانال جوړیږي.
د یادې پروژې د تطبیق پر مهال کاریګرو ته ۴۴۸۶ کاري ورځې رامنځته شوې او په بشپړیدو به یې د سیمې ۱۹۶۰ اوسیدونکي ترې ګټه پورته کړي. د یادونې وړ ده، چې د دغې پروژې په بشيړیدو به د سیمې سلګونه جریبه کرنیزه ځمکه د اوبو لګولو تر منظم پوښښ لاندې راشي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۵/۴ - ۹:۸
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت خپل یو کلن فعالیتونه او لاسته راوړنې له رسنیو سره شریکې کړې

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا محمد یونس اخندزاده صاحب نن له غرمې مخکې د اطلاعاتو او رسنیو د مرکز په خبري کنفرانس کې د یاد وزارت یو کلن فعالیتونه او لاسته. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۳/۵ - ۸:۱۹
Background image

په پروان ولایت کې د (۱۷۵) بیلابیلو پراختیايي پروژو چارې پیل شوې

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت له لوري د پروان ولایت په شینواري او سالنګ ولسوالیو کې د څه باندې (۲۴۵) میلیونه افغانیو په لګښت د (۱۷۵) پراختیايي پروژو چارې نن د یوې غونډې په ترڅ کې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۲/۱۰ - ۱۵:۲۲
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت کې د مؤسساتو له استازو سره د همغږۍ غونډه ترسره شوه

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د محترم وزیر الحاج ملا محمد یونس اخندزاده صاحب په مشري نن له غرمې مخکې د مؤسساتو له استازو سره د همغږۍ غونډه ترسره شوه.

په یاده غونډه کې چې د کلیو د. . .

BACK TO NEWS