په میدان وردګو کې ۶.۷ میلیونو افغانیو په ارزښت د څلورو پروژو تړون لاسلیک شو
د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت په کلیوالي سیمو کې د اوبو رسولو، روغتیاساتنې او اوبو لګولو ملي پروګرام له لوري د میدان وردګو ولایت د نرخ او دایمیرداد ولسوالیو اړوند پراختیایي شورا ګانو سره ددې ولایت د کلیو بیا رغونې او پراختیا سرپرست رییس ترمنځ د ۶.۷ میلیونو افغانیو په ارزښت د څلورو پروژو تړون لاسلیک شو.
ددغو پروژو له ډلې دری پروژې د دایمیردادو ولسوالۍ په سفید قاده، جواز سنګ او یک رویه سیمو کې د څښاک د پاکو اوبو رسولو او د نرخ ولسوالۍ په اندړو سیمه کې ١٧ حلقې د څښاک اوبو څاګانې به د یوه کال په جریان کې بشپړې شي. ددې پروژو د بشپړېدو په صورت کې به د اړوندو سیمو ۶۰۰ کورنۍ د څښاک پاکو اوبو ته لاس رسی پیدا کړي.
