په میدان وردګو ولایت کې د ۵۸ ښوونځیو د روغولو چارې روانې دي

Ehsan_admin
دوشنبه ۱۳۹۸/۸/۱۳ - ۹:۲۱
میدان وردک

د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د ولسي تړون ملي پروګرام د اقراء برنامې له لوري په مرکز میدان ښار، نرخ، جلریز، سیداباد، چک، دایمیر داد او لومړۍ حصه بهسودو ولسوالیو کې دا مهال د ۵۸ ښوونځیو د رغولو چارې اویا سلنه بشپړې شوې دي. په میدان وردګو ولایت کې د ولسي تړون پروګرام ولایتي مسوو ل انجنیر نادر حقمل وایي، چې یاد ښوونځي د هغوو ۱۴۱ ښوونځیو له ډلې دي، چې د هېواد د سلمې کلیزې په ویاړ یې د بنسټ ډبرې ایښودل شوې وې. ښاغلی حقمل وایي چې دوی د پاتې ۸۳ ښوونځیو لپاره پروپوزل جوړونه او نور کارونه یې بشپړ کړي دي، چې ودانیزې چارې به یې ژر پیل شي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۸ - ۱۳:۵۹
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د کاپیسا ولایت د والي له مرستیال سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د کاپیسا ولایت د والي له مرستیال شیخ اسدالله سنان او د کلیو د بیارغونې او پراختیا. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۱۳:۱۰
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د هلمند ولایت له والي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د هلمند ولایت له والي مولوي امان الدین منصور او د کلیو د بیارغونې او پراختیا رئیس. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۱۰:۱۲
Background image

خبرتیا

د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت په پام کې لري چې خپل (۱۲۱) عرادې وسایط په ۱۴۰۵/۱/۱۸ نېټه د سې شنبې په ورځ د لیلام پروسې له لاري خرڅ کړي.

شرکتونه او اشخاص که د رانیولو لپاره علاقمندي. . .

BACK TO NEWS