په لوګر ولایت کې د اوبو لګولو د کاریز پروژه بشپړه شوه

Ehsan_admin
دوشنبه ۱۳۹۹/۲/۲۲ - ۰:۴
لوگر

په لوګر ولایت کې د کلیو د بیا رغونې او پرمختیا وزارت د سیمه ییز پروګرام له لوري د اوبو لګولو د کاریز پروژه چې څه باندې ۳ میلیون افغانۍ ارزښت لري بشپړه شوه.

د دغې پروژې په ترڅ کې د دغه ولایت په مرکز پورې اړوند زرداد کلا کلي کې د اوبو لګولو د کاریز څاګانې، د اوبو زیرمتونونه او د ۱۵۲۸ مترو په اوږدوالي د اوبو رسوونکی کانال جوړ شو.

د یادې پروژې د تطبیق پر مهال چې له ملي بودیجې تمویل شوې ۱۸۰۷ کاري ورځې رامنځته شوي او د سیمې ۱۸۹۰ اوسیدونکي له دغې پروژې ګټه پورته کوي. د یادونې وړ ده چې د دغې پروژې له لارې به په سیمه کې ۳۵۰ جریبه کرنیزه ځمکه هم د اوبو لګولو تر منظم پوښښ لاندې راشي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۸ - ۱۳:۵۹
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د کاپیسا ولایت د والي له مرستیال سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د کاپیسا ولایت د والي له مرستیال شیخ اسدالله سنان او د کلیو د بیارغونې او پراختیا. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۱۳:۱۰
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د هلمند ولایت له والي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د هلمند ولایت له والي مولوي امان الدین منصور او د کلیو د بیارغونې او پراختیا رئیس. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۱۰:۱۲
Background image

خبرتیا

د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت په پام کې لري چې خپل (۱۲۱) عرادې وسایط په ۱۴۰۵/۱/۱۸ نېټه د سې شنبې په ورځ د لیلام پروسې له لاري خرڅ کړي.

شرکتونه او اشخاص که د رانیولو لپاره علاقمندي. . .

BACK TO NEWS