په لغمان کې ۱۱۰ متره محافظوي دیوال جوړ شو

mrrd-admin
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۱۲/۱۲ - ۱۰:۵
په لغمان کې ۱۱۰ متره محافظوي دیوال جوړ شو

د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت د ولسي تړون ملي پروګرام له لوري د لغمان ولایت اړوند د خان قلعه پل جوګي په سیمه کې ۱۱۰ متره اوږد او ۱.۷ متره لوړ محافظوي دیوال جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

په دې دیوال سره چې جوړولو یې درې میاشتې وخت واخست ۹۰۰ جریبه کرنیزه ځمکه د سیلابونو له ګواښه خوندي شوه، په ټوله کې ۳۰۰ کورنۍ د دې دیوال له ګټو برخمنې شوې.

همدا راز دې پروژې سیمه ییزو کارګرو ته لسګونه کاري ورځې هم رامنځ ته کړې وې.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۳ - ۱۱:۳
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د پکتیا ولایت د مرکز ګردیز له قومي مشرانو او مخورو سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د پکتیا ولایت د مرکز ګردیز له قومي مشرانو او مخورو سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پيل کې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۲ - ۴:۴۲
Background image

د لوګر ولایت په اړوندو سیمو کې د یوې پايې کانکریټي پل د جوړولو چاري پیل شو

د لوګر ولایت د مرکز اړوند د بیدک په کلي کې د (۲۰ ) مترو په اوږدوالي د یوه کانکریټي موټررو پل د جوړولو چارې، دڅه باندې (۱۳) میلیون افغانیو په لګښت، د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزیر. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۶:۸
Background image

په بغلان ولایت کې د اوبو رسولو (۱۰) شبکې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

د بغلان ولایت د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست له لوري د دغه ولایت په دهنه غوري، نهرین، برکه، دوشي، خنجان او بنو ولسواليو کې د څه باندې (۴۲.۶) میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو رسولو (۱۰. . .

BACK TO NEWS