په فراه کې ۱۰۰ پراختیایی شورا ګانو ته د کرونا وايروس په اړه عامه پوهاوی ورکړل شو

Ehsan_admin
شنبه ۱۳۹۹/۳/۳۱ - ۸:۵۶
فراه

د کلیو د بیا رغونې او پراختیا وزارت د ولسي تړون ملي پروګرام له لوري او دعامی روغتیا وزارت د لارښود له مخې د فراه ولایت مرکز کې د خوراکي توکو د کمیټې د جوړیدو او د کرونا وايروس په اړه کمپاین ترسره شو. په دغه کمپاین کې د کرونا وایروس ناروغانو د نښو، له هغې څخه د ځان ساتنې او د وايروس د لیږد د مخنیوي د لارو چارو په برخو کې د روغتیایي اصولو په پام کې نیولو سره لازم پوهاوی ورکړل شو د پراختيايي شورا ګانو غړو ژمنه وکړه چې دا مالومات به د فرسي ولسوالۍ له اوسیدونکو سره شریک‌ کړي. ددې برنامې په ترڅ کې تراوسه د خوراکي توکو د ویش لس کمیټې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د ولسي تړون ملي پروګرام د مرستندویه برخې د کار پیل لپاره جوړې شویدي او د نورو کمیټو په جوړیدو کارروان دې.دغه کمیټې د پراختیایي شورا له فرعې کمیټو څخه چې په هغه کې ځوانان ، زیانمنونکې برخه او ملا امامان شامل دي، چې په راتلونکې کې په بیړنیو حالاتو کې له خلکو سره مرسته وکړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۱۳:۳۷
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د پروان ولایت له مخورو او سپین ږیرو سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د پروان ولایت له مخورو او سپین ږیرو سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پيل کې د پروان ولایت. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۴ - ۱۳:۵۱
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر له نړیوالو علماوو سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر، الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب، په خپل کاري دفتر کې د ترکیې، کینیا، بورکینا فاسو، نایجیریا، موریتانیا او صربیا هېوادونو له علماوو سره وکتل. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۸ - ۱۳:۵۹
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د کاپیسا ولایت د والي له مرستیال سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د کاپیسا ولایت د والي له مرستیال شیخ اسدالله سنان او د کلیو د بیارغونې او پراختیا. . .

BACK TO NEWS