په فراه ولایت کې د ۶۸۰ کورنیو لپاره د څښلو پاکې اوبه برابرې شوې

Ehsan_admin
یکشنبه ۱۳۹۸/۱۰/۲۹ - ۱۰:۲۶
فراه

د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت، په کلیوالي سیمو کې د اوبو رسولو او حفظ ‌الصحې د پروګرام له لوري د فراه ولایت د مرکز په دار اباد بالا کلي کې د اوبو رسولو یوه لمریزه شبکه جوړه او د خلکو ګټنې ته وسپارل شوه.
د څښلو د اوبو په دغه شبکه باندې څه باندې ۱۰ میلیونه افغانۍ لګښت راغی چې د یونیسف د ادارې له خوا ورکړل شوې. ددغې پروژې په تکمیلیدو سره د شاوخوا ۶۸۰ کورنیو لپاره د څښلو پاکې اوبه برابرې شوې.
دغه پروژه کې د ۸۰ مترو په ژوروالي سره د یوې ژورې څاه کیندل، د ۱۰۰ متر مکعب په ظرفیت سره د یوې ذخیرې جوړول، د ۲۰ کلیو مترو په اوږدوالي د پایپونو د شبکې غځول، د سولري تختو (سولرونو) او ۵۸۰ متر بکسونو او نل‌بندانو نصبول شامل وو.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۸ - ۱۳:۵۹
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د کاپیسا ولایت د والي له مرستیال سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د کاپیسا ولایت د والي له مرستیال شیخ اسدالله سنان او د کلیو د بیارغونې او پراختیا. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۱۳:۱۰
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د هلمند ولایت له والي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د هلمند ولایت له والي مولوي امان الدین منصور او د کلیو د بیارغونې او پراختیا رئیس. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۱۰:۱۲
Background image

خبرتیا

د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت په پام کې لري چې خپل (۱۲۱) عرادې وسایط په ۱۴۰۵/۱/۱۸ نېټه د سې شنبې په ورځ د لیلام پروسې له لاري خرڅ کړي.

شرکتونه او اشخاص که د رانیولو لپاره علاقمندي. . .

BACK TO NEWS