په غور ولایت کې ۳۴۵ کورنیو لپاره د څښاک پاکې اوبه برابرې شوې

mrrd-admin
شنبه ۱۴۰۰/۴/۱۲ - ۱۰:۳۲
تهیه‌ی آب آشامیدنی صحی برای ۳۴۵ خانواده در غور

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت په کلیوالي سیمو کې د اوبو رسولو او حفظ‌الصحې پروګرام له لوري د غور ولایت د فیروزکوه ولسوالۍ اړوند ګنده آب علیا، سفلی او وسط کلیو کې د شاوخوا ۳۴۵ کورنیو لپاره د څښلو پاکې اوبه برابرې کړې.

په پورته ذکر شویو کلیو کې د اوبو رسولو درې لمریزې شبکې جوړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې. په دغو دریو شبکو باندې مجموعاً ۵.۹ میلیونه افغانۍ ولګول شوې .

د اوبو رسولو په دغو دریو پروژو کې د دریو څاه ګانو کیندل، د دریو زیرمو او د سولرونو لپاره د دوو احاطو جوړول، د څه باندې ۵،۸۰۰ متره اوږدې شبکې غځول، د ۱۶۵ نلکو، یو شمېر سولرونو او نورو اړینو وسایلو نصبول شامل وو.

د یادو شویو پروژو د جوړولو چارو دغه راز د ځايي خلکو لپاره څه د پاسه ۵۰۰۰ کاري ورځې هم رامنځته کړې.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۴:۰
Background image

د کليو د بيا رغونې او پراختيا وزارت محترم وزیر صاحب غزني او زابل ولایتونو ته سفر وکړ

د کليو د بيارغونې او پراختيا وزارت محترم وزير الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب د مل پلاوي په ملتیا غزني او زابل ولایتونو ته د کاري سفر په ترڅ کې د یادو ولایتونو د کلیو د بیارغونې او. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۷ - ۸:۲۴
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د نورستان ولایت له والي او قومي مشرانو سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د نورستان ولایت له والي ذین العابدین عابد او د یاد ولایت قومي مشرانو سره لیدنه وکړه.

. . .
یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۴:۲۵
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د اهل تشیع مخور سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د اهل تشیع له مخور سید حسن فاضل زاده او استازو سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پیل کې. . .

BACK TO NEWS