په غور ولایت کې د ۱۰ پراختیایي شوراګانو غړو ته د کرونا ویروس په هکله عامه پوهاوی ورکړل شو
د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت د ولسي تړون ملي پروګرام په لارښوونه او د عامې روغتیا وزارت په مرسته د غور ولایت د لعل او سرجنګل ولسوالۍ ۱۰ پراختیایي شوراګانو ته د کورونا ویروس د خطرونو او له هغو څخه د ځان ساتنې او د ویروس د لیږد د مخنیوی د لارو چارو په هکله لازم پوهاوی ورکړل شو. د شوراګانو غړو او خلکو د ولسي تړون ملي پرو ګرام له لوري د کرونا په اړه د عامه پوهاوي هر کلی و کړ او ژمنه یې و کړه چې په خپله سیمه کې به د کرونا د مخنیوي په اړه خپل مسؤولیت ادا کړي.
