په غور ولايت کې د محافظوي ديوال  جوړولو د پروژې کار مخ په بشپړيدو دي

Ehsan_admin
دوشنبه ۱۳۹۸/۱۰/۱۶ - ۱۵:۱۹
غور

د کليو بيا رغونې او پراختيا وزارت د سيمه ييز پروګرام له لوري په غور ولايت کې د محافظوي ديوال د پروژې کار چې څه باندې ۳ ميليونه افغانۍ لګښت لري ۹۰ سلنه مخ ته تللي دي. د دغې پروژې په لړ کې چې د ماليې وزارت له لوري تمويل شوې د ياد ولايت د لعل او سرجنګل ولسوالي په قزل کلي کې د ۲۶۰ مترو په اوږدوالي استنادي ديوال جوړيږي. د يادې پروژې د تطبيق د بهير پر مهال ۴۷۴۹ کاري ورځې رامنځته کيږي او له دې پروژې به د سيمې ۱۱۲۰ کسه ګټه پورته کړي. دغه ديوال به سلګونه جريبه کرنيزه ځمکه او کورونه د سيلابونو له زيان څخه خوندي کړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۴:۰
Background image

د کليو د بيا رغونې او پراختيا وزارت محترم وزیر صاحب غزني او زابل ولایتونو ته سفر وکړ

د کليو د بيارغونې او پراختيا وزارت محترم وزير الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب د مل پلاوي په ملتیا غزني او زابل ولایتونو ته د کاري سفر په ترڅ کې د یادو ولایتونو د کلیو د بیارغونې او. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۷ - ۸:۲۴
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د نورستان ولایت له والي او قومي مشرانو سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د نورستان ولایت له والي ذین العابدین عابد او د یاد ولایت قومي مشرانو سره لیدنه وکړه.

. . .
یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۴:۲۵
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د اهل تشیع مخور سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د اهل تشیع له مخور سید حسن فاضل زاده او استازو سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پیل کې. . .

BACK TO NEWS