په سمنګان کې د ۲.۲ میلیونه افغانیو په لګښت د یوه کرنیز کانال او یوه محافظوي دیوال د جوړولوکار بشپړ شو
د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د ولسي تړون ملي پروګرام د شهر نو کلي د پراختیایي شورا گانو لخوا د سمنګان ولایت په خرم او سارباغ ولسوالۍ کې د ۲.۲ میلیونه افغانیو په لګښت د یو کانال او یو محافظوي دیوال پروژه بشپړه او ګټې اخستنې ته شوه.
د نوموړي کانال اوږدوالی ۳۷ متره دی چې ۱۴۷ جریبه کرنیزه ځمکه خړوبوي او د محافظوي د یوال اوږدوالی ۵۶ متره دی چې ۲۰۰ کورنۍ به ترینه ګټه واخلي.
د یادوني وړده چې د پروژې د جوړیدو په بهیرکې ماهرو او غیرو ماهرو کاریګرو ته ۱۵۵۵ کاري ورځې رامنځته شوېدي .
