په سرپل کې د۵ میلیونه افغانیو په ارزښت داوبو رسولو د۲ شبکو دجوړولو کار روان دی
دکلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت د اوبو رسولو دملي پروګرام له لوري دسر پل ولایت دمرکز په خانقاه ، تخته کپروک او سرخک کلیو کې د۵ میلیونه افغانیو په ارزښت داوبو رسولو د۲ شبکو دجوړولو کار روان دی.
د خانقاه او تخته کپروک شبکه ۲۵۰۵ متره اوږدوالی او یوه اوسپنیزه او کانکریټي لوړه زیرمه لري چې ۲۰ متر مکعبه ظرفیت لري او په پمپ او سولر سمباله ده. او دسرخک کلي شبکه یوه ۱۰۰ متره ژوره څاه، د ۲۰ متر مکعب په ظرفیت یوه زیرمه او ۷ نلکې لري.
ددې شبکو په بشپړتیا سره به ۵۹۰ کورنۍ دځښاک پاکو او صحي اوبو ته لاسرسی پیدا کړي.
