په جوزجان کې د ۱۶.۶ میلیونه افغانیو په ارزښت د ۶ پرمختیایي پروژو کار پیل شو

content_manager
پنجشنبه ۱۳۹۹/۵/۳۰ - ۱۰:۲
آغاز کار شش پروژه‌ی انکشافی به ارزش ۱۶.۶ میلیون افغانی در جوزجان

د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د اوبو رسولو، اوبه خور او حفظ الصحې ملي پروګرام له لوري په جوزجان ولایت کې د ۱۶.۶ میلیونه افغانیو په ارزښت د ۶ پرمختیایي پروژو د تطبیق کار پیل شو.
په دې پروژو کې د شبرغان ښار د ماشومانو په روغتون کې د ۱۰ مترمکعبه یوې ارتفاعي زیرمې جوړول، د فیض اباد ولسوالۍ په بیزکک کلي کې د دوو ارتفاعي زیرمو په لرلو سره د ۱۱.۴ کیلومتره د اوبورسولو د یوې شبکې جوړول او دیوې ژورې څاه کیندل، د شبرغان ښار د قلعه شهر په خاتون ښوونځي کې د ۶ غرفو درلودونکي یو مبرز جوړول، د اقچې ولسوالۍ په ځدراني کلي کې د ۲۰۰ متره ژورې څاه کیندل، د اقچې ولسوالۍ په شیرک شور میدان کلي کې د دوو ځمکنیو سر پټو زیرمو جوړول او هم داقچې ولسوالۍ په کول بقال سفلی کلي کې د دوو زیرمو جوړول شامل دي.
دا پروژې به په ۶ میاشتو کې تطبیق شي او ۲۷۹۰ کورنۍ به یې له ګټو څخه برخمنې شي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۸ - ۱۳:۵۹
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د کاپیسا ولایت د والي له مرستیال سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د کاپیسا ولایت د والي له مرستیال شیخ اسدالله سنان او د کلیو د بیارغونې او پراختیا. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۱۳:۱۰
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د هلمند ولایت له والي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د هلمند ولایت له والي مولوي امان الدین منصور او د کلیو د بیارغونې او پراختیا رئیس. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۱۰:۱۲
Background image

خبرتیا

د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت په پام کې لري چې خپل (۱۲۱) عرادې وسایط په ۱۴۰۵/۱/۱۸ نېټه د سې شنبې په ورځ د لیلام پروسې له لاري خرڅ کړي.

شرکتونه او اشخاص که د رانیولو لپاره علاقمندي. . .

BACK TO NEWS