په تیرو ۴ کلونو کې په کندهار کې د ۱.۷۳۷ میلیاره افغانیو په ارزښت ۶۲ پرمختیايي پروژې پلې شوي

content_manager
شنبه ۱۳۹۸/۶/۲۳ - ۸:۴۴
کندهار

کلیو د بیا رغونې او پرمختیا وزارت سیمه ییز پروګرام له ۲۰۱۵ زیږدیځ کال را پدیخوا د, ۱.۷۳۷ میلیارده افغانیو په ارزښت ۶۲ عام المنفعه پروژې د کندهار ولایت په بیلابیلو سیمو کې تطبیق کړي چې ۴۹ دغه پروژې بشپړې او ۱۳ نورې یې د بشپړیدو په حال کې دي. د دغو پروژو په لړ کې چې له ملي بودیجې تمویل شوي  دې پروژو ۳۵۶ زره او ۳۴۲ کاري ورځې رامنځته او ۱۷۰ زره او ۳۴۰ ځايي اوسیدونکي لدغو پروژو هر اړخیزه ګټه پورته کوي. د دغو پروژو د تطبیق پر مهال جوماتونه، قیر سړکونه، د اوبو رسولو شبکې، استنادي دیوالونه، د اوبو لګولو سربندونه، کانالونه، او د اوبو لګولو کاریزونه جوړ شویدي. د یادونې وړ ده چې دغو پروژو د ځايي اوسیدونکو د ټولنیز ژوندانه په بیلابیلو اړخونو کې د پام وړ مثبت خپل اغیز شیندلی دی.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۵ - ۱۱:۲۷
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت له لوري د مؤسساتو له استازو سره د همغږۍ غونډه ترسره شوه

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب په مشرۍ د مؤسساتو له استازو سره د اوبو او روغتیا ساتنې په تړاو د همغږۍ غونډه ترسره شوه.

په یاده غونډه کې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۴/۱۳ - ۱۲:۳
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د پکتیا ولایت له والي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د پکتیا ولایت له والي مولوی مهرالله حماد سره لیدنه وکړه.

 

د لیدنې په پيل کې د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۴/۶ - ۱۲:۰
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د لغمان ولایت له والي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې په داسې حال کې چې د دغه وزارت د پلان او پالیسي مرستیال مولوي شرف الدین مسلم هم شتون. . .

BACK TO NEWS