په تخار کې د دریو ټولګټو پروژو د بنسټ ډبره کیښودل شوه

content_manager
شنبه ۱۳۹۹/۶/۲۲ - ۱۰:۵۹
آغاز کار تطبیق سه پروژه‌ی انکشافی به ارزش ۲۹ میلیون افغانی در تخار

په تخار ولایت کې د کلیو د بیا رغونې او پرمختیا وزارت د سیمه ییز پروګرام له لوري د اوبو لګولو د دریو ټولګټو پروژو د بنسټ ډبره د دغه پروګرام د رییس بریالي هلالي له لوري چې ځايي اړوندو مسوولینو او ولسي استازیو یې ملتیا کوله کیښودل شوه.

د دغې پروژې په ترڅ کې د یاد ولایت د فرخار ولسوالي په کندال کلي کې د نږدې ۲۹ میلیون افغانیو په ارزښت د اوبو لګولو پوخ کانال، سربند، سوپر پسیچ ترناب او محافظوي دیوال جوړیږي.

د دغې پروژې د تطبیق پر مهال ۱۴۰۶۵ کاري ورځې رامنځته کیږي چې په بشپړیدو به یې د سیمې ۱۷۰۰۰ اوسیدونکي له دغې پروژې ګټه پورته کړي. د یادونې وړ ده چې دغه پروژه به د سیمې ګڼ شمیر کرنیزې ځمکې او باغونه نه یواځې د سیلاب له ګواښ څخه خوندي بلکې دغه ځمکې او باغونه به د اوبو لګول تر منظم پوښښ لاندې هم راولي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۹:۱۹
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د پروان ولایت له والي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د پروان ولایت له والي شیخ عزیزالرحمن منصور سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پيل کې د پروان. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۸ - ۱۳:۵۲
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د یونیسف دفتر له استازي او مل پلاوي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور نن په خپل کاري دفتر کې د یونیسف دفتر له استازي ډاکټر تاج الدین  او مل پلاوي سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پیل کې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۳ - ۱۲:۲۹
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د (UNDP) دفتر له رئيس او مل پلاوي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور نن په خپل کاري دفتر کې د (UNDP) دفتر له رئیس سټیفن روډریکس او مل پلاوي سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پیل کې د (UNDP. . .

BACK TO NEWS