په بغلان ولایت کې د پروګرام د سپماګروپونو لیدنه او د سپما په موخه پر هغوی د بکسونو وېش ترسره شو
دکلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت دکلیوالي اقتصاد د پیاوړتیا ملي پروګرام د بغلان ولایت دکلیو د بیارغونې او پراختیا، اقتصاد، کرنې اوبو لګولو د ښځو چارو، دکار او ټولنیزو چارو ریاستونو په ګډون، د بغلان ولایت د ښاروالۍ او په دې ولایت کې د نورو اړوندو ادارو په مرسته د یاد ولایت په مرکز پلخمري کې خپلو سپماګروپونو ته د پیسو د سپمولو په موخه بکسونه ووېشل.
دکلیوالي اقتصاد د پیاوړتیا ملي پروګرام تر اوسه د بغلان ولایت په پلخمري ښارکې ۱۵۷ سپماګروپونه جوړ کړي، چې (۱۴۱ یې د مېرمنو او ۱۶ یې د نارینهو) دي. په دې ګروپونو کې د پلخمري ۲۱۰۱ نارینه او مېرمنې غړیتوب لري، چې تر دې دمه یې پخپلو ګروپونو کې نږدې ۵۰۵۰۴۰ افغانۍ سپمولي دي.
د یادونې وړ ده، چې د کلیوالي اقتصاد د پياوړتیا ملي پروګرام خپل فعالیتونه د بغلان ولایت په بغلان جدید او مرکز پلمخري کې نږدې یو کال کیږي، چې پیل او د یادو ولسوالیو لسګونه بې وزله کورنۍ یې تر پوښښ لاندې راوستې دي.
