په بدخشان کې د ۵ پراختيايي شوراګانو غړو ته د کرونا وايروس په اړه عامه پوهاوی ورکړل شو

Ehsan_admin
پنجشنبه ۱۳۹۹/۲/۴ - ۹:۴۱
بدخشان

د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت د ولسي تړون ملي پروګرام په لارښوونه او د عامې روغتیا وزارت په مرسته د دوا شیندلو او د کرونا وایروس په هکله د لازم پوهاوي د ورکولو کمپاین د بدخشان ولایت د درایم ولسوالۍ اړوند د سعادت، ګلکی، شیخ آباد، ایشان آباد او لنګر کلیو کې په ۵ پراختيايي شورا ګانو کې تر سره شو. په دغه کمپاین کې د شوراګانو غړو ته د کرونا ويروس د خطراتو، له دې ویروس څخه د ځان ساتنې او د ويروس د لېږد د مخنیوي د لارو چارو په برخو کې لازم پوهاوی ورکړل شو. د شورا غړو او خلکو د ولسي تړون ملي پروګرام له لوري د کرونا په اړه د عامه پوهاوي هر کلی و کړ او ژمنه یې و کړه چې په خپله سیمه کې به د کرونا د مخنیوي په اړه خپل مسئولیت ادا کړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۸ - ۱۳:۵۹
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د کاپیسا ولایت د والي له مرستیال سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د کاپیسا ولایت د والي له مرستیال شیخ اسدالله سنان او د کلیو د بیارغونې او پراختیا. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۱۳:۱۰
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د هلمند ولایت له والي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د هلمند ولایت له والي مولوي امان الدین منصور او د کلیو د بیارغونې او پراختیا رئیس. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۱۰:۱۲
Background image

خبرتیا

د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت په پام کې لري چې خپل (۱۲۱) عرادې وسایط په ۱۴۰۵/۱/۱۸ نېټه د سې شنبې په ورځ د لیلام پروسې له لاري خرڅ کړي.

شرکتونه او اشخاص که د رانیولو لپاره علاقمندي. . .

BACK TO NEWS