روان کال په دایکنډي کې ۸۴ ټولګټې پروژې بشپړې او ګټې اخیستنې ته سپارل شوې دي

Ehsan_admin
شنبه ۱۳۹۸/۱۱/۵ - ۱۰:۳۷
ملاقات

د کلیو بیارغونې او پراختیا وزیر پوهندی مجیب الرحمن کریمي، نن شنبه د خپل کار په دفتر کې د دایکنډي له والي سیدانور رحمتي او په ولسي جرګه کې ددغه ولایت له استازې سره ولیدل.
د دایکنډي والي په هغه ولایت کې د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت لخوا پلې کیدونکې پروژې اغېزمنې یادې کړې چې له امله یې د کلیوالو په ژوند کې اړینې اسانتیاوې برابرې کړي دي.
والي همدا راز د خلکو یو شمېر غوښتنې او اړتیاوې چې د پلونو او څښاک اوبو په برخه کې وې، د کلیو بیارغونې او پراختیا وزیر سره شریکې کړې.
د کلیو بیارغونې او پراختیا وزیر پوهندوی مجیب الرحمن کریمي وویل، کلیوالو ته د پاکو اوبو رسول د وزارت په لومړیتوبونو کې دي چې دایکنډي هم ترې برخمن دی او لا ډېره پاملرنه به ورته وشي.
ښاغلي کریمي زیاته کړه، روان کال په دایکنډي کې په مختلفو برخو کې ۸۴ پرمختیايي او ټولګټې پروژې بشپړې شوي او ګټې اخیستنې ته سپارل شوي چې نیږدې ۳۲ زره کسانو ته یې ګټه رسیدلې او شاوخوا ۳۰۴ مېلیونه افغانۍ پرې لګیدلې دي.
باید یاده شي چې همدا اوس په یاد ولایت کې د شاوخوا ۷۶۰ مېلیونه افغانیو په ارزښت د ۳۴۵ مختلفو پروژو چارې روانې دي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۵ - ۱۱:۳۰
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د یونیسف دفتر له استازې او مل پلاوي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د یونیسف دفتر له استازې او مل پلاوي سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پیل کې د یونیسف دفتر. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۵ - ۱۰:۵۱
Background image

د ولایتي ریاستونو خبریالانو لپاره د وړتیا لوړولو درې ورځنی روزنیز ورکشاپ پای ته ورسېد

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د ولایتي ریاستونو خبریالانو لپاره د وړتیا لوړولو روزنیز ورکشاپ نن د یوې غونډې په ترڅ کې د دغه وزارت د کلیو ودانیزو چارو مرستیال الحاج محمد ارسلاح. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۳ - ۱۱:۳
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د پکتیا ولایت د مرکز ګردیز له قومي مشرانو او مخورو سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د پکتیا ولایت د مرکز ګردیز له قومي مشرانو او مخورو سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پيل کې. . .

BACK TO NEWS