د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیو ودانیزو چارو مرستيال الحاج محمد ارسلاح خروټي صاحب نن په هلمند ولايت کې د (۱۶۰۰) متره ګیبوني ديوال څخه لیدنه ترسره کړه

noor_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۵ - ۴:۱۳
1

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د ودانیزو چارو مرستیال او ورسره مل پلاوي د خپل کاري سفر په ترڅ کې د هلمند ولايت د ګريشک ولسوالۍ په حیات خان او ميانده کلیو کې د (۱۶۰۰) متره ګیبوني دیوال د جوړيدو  څخه لیدنه ترسره کړه.

د يادونې وړ ده چې د ياد ګيبوني ديوال ټول اوږدوالی (۳۲۰۰) متره ده چې (۷۲) ميلیونه افغانۍ لګښت ورباندې راځي چې له جملې څخه يې د (۱۶۰۰) متره ديوال چارې ۸۰ سلنه پرمخ تللې دي. 

د یاد ګبيوني دیوال د کار په بهیر کې به لسګونه ځوانان په کار وي او په بشپړیدو سره به يې د نوموړې ولسوالۍ سلګونه جریبه کرنیزه ځمکه، باغونه او استوګنه کورونه د سیلابونو او موسمي بارانونو له زیان څخه خوندي شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۶:۸
Background image

په بغلان ولایت کې د اوبو رسولو (۱۰) شبکې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

د بغلان ولایت د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست له لوري د دغه ولایت په دهنه غوري، نهرین، برکه، دوشي، خنجان او بنو ولسواليو کې د څه باندې (۴۲.۶) میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو رسولو (۱۰. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۰:۰
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د بامیان ولایت له والي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د بامیان ولایت له والي الحاج قاري ګل حیدر شفق سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پيل کې د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۴:۲۳
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د پکتیا ولایت له قومي مشرانو او مخورو سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د پکتیا ولایت د مرکز ګردیز له قومي مشرانو او مخورو سره لیدنه وکړه.

په یاده لیدنه کې. . .

BACK TO NEWS