د کليو بیارغونې او پراختیا وزیر د میدان ورګو ولایت د ولایتي شورا استازو او د بهسودو ولسوالۍ د قومي مشرانو ستونزې واوریدې

content_manager
سه‌شنبه ۱۳۹۸/۲/۳۱ - ۱۱:۲۶
Behsood

د کليو بیارغونې او پراختیا وزیر پوهنمل مجیب الرحمن کریمي نن په خپل کاري دفتر کې د میدان وردګو ولایت د بهسودو ولسوالۍ له قومي مشرانو او ځوانانو سره د یاد ولایت د ستونزو د اوریدو په موخه ولیدل.

د لیدنې په پیل کې د میدان وردګو ولایت قومي مشرانو د کليو بیارغونې او پراختیا له وزیر سره د خپلې سيمې ستونزې او غوښتنې شریکې کړې، چې د ولسي تړون ملي پروګرام نورو سېمو ته غځول او ځينې نورې ټولنیزې ستونزې یې مهمې هغه وې.

د کليو بیارغونې او پراختیا وزیر دوی ته وویل:" سږ کال به په میدان وردګو ولایت کې د څه باندې ۴۵۶ ميليونه افغانیو په ارزښت ۴۳۸ پرمختیايي پروژې په بېلابېلو سکتورونو کې پلي شي او د دې ترڅنګ به امکاناتو، د وزارت کاري ساحې او اصولو ته په پام ستاسې نورو ستونزو ته هم د حللارې پیدا کړو."

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۵ - ۱۱:۲۷
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت له لوري د مؤسساتو له استازو سره د همغږۍ غونډه ترسره شوه

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب په مشرۍ د مؤسساتو له استازو سره د اوبو او روغتیا ساتنې په تړاو د همغږۍ غونډه ترسره شوه.

په یاده غونډه کې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۴/۱۳ - ۱۲:۳
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د پکتیا ولایت له والي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د پکتیا ولایت له والي مولوی مهرالله حماد سره لیدنه وکړه.

 

د لیدنې په پيل کې د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۴/۶ - ۱۲:۰
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د لغمان ولایت له والي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې په داسې حال کې چې د دغه وزارت د پلان او پالیسي مرستیال مولوي شرف الدین مسلم هم شتون. . .

BACK TO NEWS