د چهار شنبه علمی یوولسم سیمینار د « د تلپاتې سولې راوستلو په برخه کې د خلکو رول» تر سرلیک لاندې تر سره شو
د افغانستان د کلیو پراختیا انسټیټیوټ د « چهار شنبه علمی» یوولسم سیمینار د « د تلپاتې سولې راوستلو په برخه کې د خلکو رول» تر سرلیک لاندې د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت څه باندې ۱۲۰ مرکزي کارمنانو او په انلاین بڼه ولایتي کارمنانو ته په افغانستان کې د متحده ایالتونو د سولې د انسټيټیوټ د رییس محمد احسان ضیا په وینا سره تر سره شو.
په پیل کې د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت د پروګرامونو معین پوپل حبیبي سوله د بشر او د افغانستان د خلکو له بنسټیزو اړتیاوو وبلله او ویې ویل « سوله د نن ورځې له ارزښتناکو او بنسټیزو موضوعاتو ده چې باید د ټینګولو، رامنځ ته کولو او ساتنې لپاره یې هڅه وکړو»
ښاغلي محمد احسان ضیا د جګړې د اصلي جرړو او د سولې راوستلو په برخه کې د خلکو د رول پر اړه خبرې وکړې او ویې ویل « سوله یوې موخې ته د رسیدو په برخه کې د ټولنې د خلکو تر منځ د سوله ییزو اړیکو او همکارۍ په مانا ده»
هغه زیاته کړه « د سولې لپاره باید یو بل ومنو او د خپل فکر ډول باید بدل کړو
یانې په ټولنه کې باید زموږ اړیکې محترمانه او کړنې مو صادقانه وي»
د یادولو وړ ده چې د سیمینار په پای کې د وزارت د مشرتابه د پلاوي له خوا محمد احسان ضیا ته د هغه د همکارۍ په پار د مننې لوحه ډالۍ شوه.
