د هیواد په ۱۹ ولایتونو کې د ۷۷ پرمختیايي پروژو تړونونه لاسلیک شول

Ehsan_admin
چهارشنبه ۱۳۹۸/۱۲/۱۴ - ۷:۵۹
کنفرانس

د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزیر پوهندوی مجیب الرحمن کریمي د کب پر ۱۴ نیټه د چهار شنبې پر ورځ د څه باندې ۴۸۷ میلیونه افغانیو په ارزښت د ۷۷ پرمختیايي پروژو هوکړه لیکونه له پرمختیايي شوراګانو او خصوصي شرکتونو سره لاسلیک کړل.  د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزیر وویل: هغه ټولې پروژې چې نن یې له پرمختیايي شوراګانو او خصوصي شرکتونو سره هوکړه لیکونه لاسلیک شول شمیر یې ۷۷ پروژو ته رسیږي چې  کاریزونه، استنادي دیوالونه،  ګبیوني او بولډروالونه، د اوبه خور کانالونه، سربندونه، د سرکونو پخول او پر کلیوالي سړکونو کریړ اچول په کې راځي.
د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزیر همدا راز وویل : ددغو ۷۷ پروژو بودیجه نږدې ۴۸۸ میلیونه افغانۍ (۴۸۷.۸۸۷.۹۳۸ ) کیږي له دې ټولګې ۵۱ پروژې د ملي بودیجې له طریقه تمویل شوي پاتې۲۵ پروژې د دوست هیواد ایټالیا له مرستو تمویل شوي او یوه پروژه د قزاقستان هیواد له خوا تمویل شوې.
د ښاغلي کریمي په وینا: د دې پروژو په تطبیق سره به د کار موندنې په برخه کې ۱۵۵.۲۲۳ کاري ورځې د ګرانو هیوادوالو لپاره رامنځ ته شي او ۱۹۱.۷۸۴ وګړي به له دې پروژو ګټه واخلي.
دا پرمختیايي پروژې په ۱۹ ولایتونو بادغیس، بلخ، فراه، غزني، غور، هرات، کابل، کندهار، کاپیسا، خوست، کونړ، لغمان، لوګر، ننګرهار، نورستان، پکتیا، پکتیکا، سمنګان او زابل کې پلې کیږي.
باید وویل شي چې په دې پروژو کې پرمختیايي شوراګانې هم ۱۰ سلنه ونډه لري چې له دې کبله په پرمختیايي پروژو کې د خلکو حضور هم جوتیږي.
اوسمهال د اوبو د مدیریت بحث افغان دولت ته لومړیتوب لري، له دې کبله د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت هم هغو پروژو ته لومړیتوب ورکوي چې د اوبو د مدیریت په برخه کې ګټورې پریوځي.
د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت په خپل پنځه کلن پلان کې د اوبو د مدیریت په برخه کې په ۳۴ ولایتونو کې د سیندونود ساحلونو ۹۲۶ کیلومتره تحکیمات چې د ګبیوني دیوالونو، بولډروالونو، او سنګ کاریو په مرسته تر سره کیږي په پام کې نیولي.
همدا راز د ځمکو د اوبه خور لپاره د سربندونو ۱۴۹۴ پروژې، د ځمکې لاندې اوبو د زیرمه کولو لپاره ۴۳۶۸ چک ډیمونه او د اوبه خور د دودیز سیستم د تنظیم په موخه ۱۸۷۵ کاریزونه هم جوړیږي.
د دې پروژو پیل به د کابل، پکتیا، پکتیکا، وردګو، او کندهار له ولایتونو کیږي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۸/۲ - ۴:۴۲
Background image

د لوګر ولایت په اړوندو سیمو کې د یوې پايې کانکریټي پل د جوړولو چاري پیل شو

د لوګر ولایت د مرکز اړوند د بیدک په کلي کې د (۲۰ ) مترو په اوږدوالي د یوه کانکریټي موټررو پل د جوړولو چارې، دڅه باندې (۱۳) میلیون افغانیو په لګښت، د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزیر. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۶:۸
Background image

په بغلان ولایت کې د اوبو رسولو (۱۰) شبکې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

د بغلان ولایت د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست له لوري د دغه ولایت په دهنه غوري، نهرین، برکه، دوشي، خنجان او بنو ولسواليو کې د څه باندې (۴۲.۶) میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو رسولو (۱۰. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۰:۰
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د بامیان ولایت له والي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د بامیان ولایت له والي الحاج قاري ګل حیدر شفق سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پيل کې د. . .

BACK TO NEWS