د هلمند ولایت کجکي ولسوالۍ کې د درېو پروژو عملې چاري پیل شوي

noor_admin
شنبه ۱۴۰۳/۱۱/۲۷ - ۹:۵
1

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت له لوري د هلمند ولایت په  کجکي ولسوالۍ کې د (۷۶) ميليونه افغانيو په لګښت د دريو پروژو لکه دابغول کلي د اوبو لګولو د (۸) کیلومتره کانال ، دشیري د (۳۰) کیلومتره او د سفید حصار د (۸.۸) کیلومتره جغلي سړکونو جوړولو عملي چاري د یولړ مراسیمو په ترڅ کې رسماً  پیل شوې.

په يادو مراسمو کې د کلیو د بيارغوني او پراختیا وزارت سرپرست وزیر الحاج ملا محمد یونس اخندزاده صاحب او ورسره مل پلاوي، د هلمند ولایت امنیه قومندانۍ قومندان حاجي ملا امين الله زوبیر صاحب ،د کلیو د بیارغونې اوپراختیا رئیس  ملا محمود ثاني صاحب ‌د کجکی ولسوالۍ مسؤلینو او دیادو سیمو علما‌‌ء کرامو، سپین ږیرو مخورو او ځوانانو ګډون کړی وو.

په دغه غونډه کې د کلیو د بیارغونې او پراختیا سرپرست وزیر الحاج ملا محمد یونس اخندزاده صاحب وینا وکړه او وويل چې د کلیو د بیا رغوني او پراختیا وزارت د متوازن انکشاف لپاره ژمن دی او د خپلو امکاناتو په نظرکی نیولو سره د پروژو تطبيق  د هیواد لېرو پرتو سيمو ته  جاری ساتلی دی، همدرانګه یې د ځایي اوسیدونکو څخه وغوښتل چې دپروژو څخه د ګټي اخيستني په صورت کې جدی مراقبت وکړئ.

 ديادو پروژو د کار په جریان کي به سلګونه تنه کاريګرو ته د کار زمینه برابره او په بشپړيدو سره به يې د نوموړيو سیمو د اوسیدونکو ستونزی تر يوحده حل شي.

د يادونې وړده چې د کليو د بيارغونې او پراختيا وزارت په پام کې لري د هلمند ولایت په ټولو ولسواليو او په خاصه توګه بيا په هغو  ولسواليو کې چې د کار کولو په کې ډېره اړتياوي خپل خدمات وړاندي کوي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۵ - ۱۱:۲۷
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت له لوري د مؤسساتو له استازو سره د همغږۍ غونډه ترسره شوه

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب په مشرۍ د مؤسساتو له استازو سره د اوبو او روغتیا ساتنې په تړاو د همغږۍ غونډه ترسره شوه.

په یاده غونډه کې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۴/۱۳ - ۱۲:۳
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د پکتیا ولایت له والي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د پکتیا ولایت له والي مولوی مهرالله حماد سره لیدنه وکړه.

 

د لیدنې په پيل کې د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۴/۶ - ۱۲:۰
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د لغمان ولایت له والي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې په داسې حال کې چې د دغه وزارت د پلان او پالیسي مرستیال مولوي شرف الدین مسلم هم شتون. . .

BACK TO NEWS