د سیمه ییز پروګرام رییس د پروګرامونو نوي معین شهزار ځدراڼ ته د یاد پروګرام د پلانونو پر اړه معلومات ورکړل
د کلیو د بیا رغونې او پرمختیا وزارت د سیمه ییز پروګرام رییس بریالي هلالي د دغه وزارت د برنامو معیین شهزار ځدراڼ ته د سیمه ییز پروګرام د فعالیتونو او راتلونکو پلانونو په اړه نن مالومات وړاندې کړل.
ښاغلي هلالي د مالوماتو د وړاندې کولو پر مهال ژمنه څرګنده کړه چې سیمه ییز پروګرام به کلیوالو ته د عامه ګټورو خدمتونو د رسولو په برخه کې د پخوا په شان هڅه او هاند جاري ساتي.
د کلیو د بیا رغونې او پراختیا وزارت د برنامو معیین شهزار ځدراڼ د سیمه ییز پروګرام تر سره شوي فعالیتونه او راتلونکي پلانونه ګټور و ارزول او پدې برخه کې یې اړینې لارښوونې وکړلې.
د یادونې وړ ده چې سیمه ییز پروګرام د ۱۳۹۸ مالي کال په اوږدو کې کلیوالو ته د ګټورو خدمتونو د وړاندې کولو په درشل کې ۹۴ سلنه بودیجه لګولې او راتلونکی کال به هم د بودیجې د لا زیات لګښت کوښښ جاري ساتي.
