د بلخ ولایت په دولت آباد ولسوالۍ کې د اوبو رسولو د یوې شبکې چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

noor_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۳/۱۷ - ۱۲:۱۴
1

د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست تر چتر او نظارت لاندې، د UNOCHA/AHF دفتر په مالي مرسته او د IMC مؤسسې په تخنیکي همکارۍ د بلخ ولایت د دولت آباد ولسوالۍ په خیرآباد کلي کې د 71195 امریکايي ډالرو په لګښت د سولري سیسټم سره سمبال د اوبو رسولو د یوې شبکې چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه. دغه شبکه د 6.83 کیلو مترو په اوږدوالي او د (کور په کور شیردهن سیسټم) په نښلولو سره جوړه شوې چې پکې د 150 متر په عمق سره د ژورې څاه کیندل، د 35 متر مکعب حجم سره کانکریټي اوسپني د اوبو ذخیره جوړول، د سولرونو او د 129 شیردهنونو نښلول شامل دي چې 396 کورنۍ ورڅخه برخمنې کیږي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۴:۰
Background image

د کليو د بيا رغونې او پراختيا وزارت محترم وزیر صاحب غزني او زابل ولایتونو ته سفر وکړ

د کليو د بيارغونې او پراختيا وزارت محترم وزير الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب د مل پلاوي په ملتیا غزني او زابل ولایتونو ته د کاري سفر په ترڅ کې د یادو ولایتونو د کلیو د بیارغونې او. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۷ - ۸:۲۴
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د نورستان ولایت له والي او قومي مشرانو سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د نورستان ولایت له والي ذین العابدین عابد او د یاد ولایت قومي مشرانو سره لیدنه وکړه.

. . .
یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۴:۲۵
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د اهل تشیع مخور سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د اهل تشیع له مخور سید حسن فاضل زاده او استازو سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پیل کې. . .

BACK TO NEWS