داوطلبۍ ته د بلنې خبرتیا
د خپریدو نېټه
د پای نېټه
د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د تدارکاتو ریاست ټولو شرایط وړ داوطلبانو ته بلنه ورکوي ترڅو د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د مرکزي ریاستونو د اړتیا وړ (۶۷) قلمه قرطاسیو او (۷۵) قلمه تونربابو تهیه او تدارک داوطلبۍ بهیر کې چې MRRD/1405/NCB/G-137 کوډ نمبر لرونکی دی ګډون وکړي، د شرطنامې یو نقل دې د ملي تدارکاتو (tenders.ageops.af ) سایټ څخه ډانلوډ او یا هم د سافت په بڼه د فلش ډیسک له لارې د ۱۴۰۵ کال د ثور میاشتې له ۲۴ نیټې څخه د ۱۴۰۵ کال د جوزا میاشتې تر ۱۴ نیټې پورې د دغه وزارت د تدارکاتو له ریاست څخه لاسته راوړي او خپل آفرونه د ضرب الاجل له مخې د تړون د درج شویو شرایطو سره سم په تړلي ډول د آفر سپارلو سره سم د ۱۴۰۵ کال د جوزا میاشتې ۱۴ نیټه پنجشنبې ورځ د سهار په ۱۰:۰۰ بجو کابل ولایت، شپږمه ناحیه، دارالامان نیله باغ سړک، د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت، دریم پوړ، تدارکاتو ریاست، د غیر مشورتي اجناسو او خدماتو تدارکاتو آمریت ته وړاندې کړي.
ناوخته رسیدلي او انټرنټي آفرونه د منلو وړ نه دي.
