بلخ ولایت کې د پراختیایي شورا غړو او کلیوالو ته د کرونا ویروس په هکله عامه پوهاوی ورکړل شو
د کلیو د بیا رغونې او پراختیا وزارت د ولسي تړون ملي پروګرام په لارښوونه او د عامې روغتیا وزارت په مرسته د بلخ ولایت په بلخ ولسوالۍ کی دعلم خیلو پراختیایي شورا غړو او کلیوالو ته د کورونا ویروس د خطرونو او له هغې څخه د ځان ساتنې او د ویروس د لیږد د مخنیوی د لارو چارو په هکله لازم پوهاوی ورکړل شو. د پراختیایي شورا غړو او خلکو د ولسي تړون ملي پرو ګرام له لوري د کرونا په اړه د عامه پوهاوي هر کلی و کړ او ژمنه یې و کړه چې په خپله سیمه کې به د کرونا د مخنیوي په اړه خپل مسوولیت ادا کړي.
