«د سویلي کوریا د نوي کلیوالي حرکت د مډل پیژندنه او په افغانستان کې یې د تطبیق د زمینې» د ارزونې ورکشاپ جوړ شو
د افغانستان د کلیو پراختیا انسټيټيوټ د « د سویلي کوریا د نوي کلیوالي حرکت د مډل پیژندنه او په افغانستان کې یې د تطبیق د زمینې» د ارزونې ورکشاپ د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت د وزارت د سلاکارې ناجیه خروټې په وینا پیل شو چې د یاد وزارت ۶۰ تنو کارکوونکو په کې ګډون کړی و.
اغلې انجینیر خروټې د یوه پریزینټیشن په ترڅ کې د سویلي کوریا د کلیوالي حرکت نوي مډل ګډونوالو ته وروپیژنده او ویې ویل:« سیماول اندوګ یا نوی کلیوالي حرکت د سویلي کوریا د پرمختیا مډل دی چې تر « موږ کولای شو» شعار لاندې د سیمه ییزو بنسټونو د پیاوړتیا په موخه د دریو( له ځان سره د مرستې، زیار ایستنې او همکارۍ) بنسټونو په اصولو پیل شوی. د دې مډل تطبییق سویلي کوریا له بهرنیو مرستو له تکیې په یو پیاوړي اقتصادي هیواد بدل کړ چې دا بدلون هم له کلیو پیل شو، له دې مډله الهام اخستل ښايي زموږ هیواد ته هم د سویلي کوریا په توګه پرمختګ وبښي»
باید ووایو چې سیماول اندوګ په ۱۹۷۰ م کال کې د سویلي کوریا د جمهور رییس پارک چانګ هي، له خوا منځ ته راغلی چې تر اوسه یې په سویلي کوریا کې د سیمه ییزو بنسټونو د ځواکمنتیا، د ټولنیزو بنسټونو د وړتیاوو لوړولو او د بې وزلۍ د کمولو په برخه کې ارزښتناک رول لوبولی دی.
په پای کې په سویلي کوریا کې د سیماول اندوګ ۲۰ ورځنې سیمینار ګډونوالو ته سرټيفیکیټونه ورکړل شول.
