په کابل کې د کوچیانو د لومړنۍ پراختیایي شورا ټاکنې ترسره شوې

content_manager
سه‌شنبه ۱۳۹۸/۲/۳۱ - ۹:۲۸
کوچی ها

د کلیو د بیا رعونې او پراختیا وزارت د ولسي تړون ملي پروګرام د کوچیانو ایلبند د پراختیایي شورا لمړنۍ ټاکنې د ۷۹ کورنیو د استازو څخه د کابل ولایت اړوند د بګرامیو ولسوالۍ په تپهٔ ګردقول کلي کې ترسره شوې. په دې ټاکنو کې د ښځو او نارینه وو په ګډون په دې ټاکنو ۸۰ سلنه کوچیانو برخه اخیستی وه چې په پایله کې یې د پراختیایي شورا د رئیس، مرستیال، منشي او خزانه دار په شمول څلور کلیدي غړي د آزادو او رڼو ټاکنو له لارې، وټاکل شول.

په لمړي سر کې د تپهٔ ګردقول نقشه تشریح او د هغه په اړه د کوچیانو لپاره د ولسي تړون ملي پروګرام د روزونکو لخوا لازم معلومات وړاندې شول. وروسته بیا د کوچیانو د پراختایي شورا د پراختیایي پروژو د پلي کولو په منظور آزادې ټاکنې له صمیمیت نه په ډکه فضا کې ترسره کړې. د یادونې وړ ده چې د کابل ولایت د چهار آسیاب، موسهي، خاک جبار او ګلدرې په څلورو نورو ولسوالیو کې هم د کوچیانو ایلبند د پراختیایي شوراګانو د جوړیدو لپاره د ټاکنو کار روان دی.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۸ - ۱۳:۵۹
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د کاپیسا ولایت د والي له مرستیال سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د کاپیسا ولایت د والي له مرستیال شیخ اسدالله سنان او د کلیو د بیارغونې او پراختیا. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۱۳:۱۰
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د هلمند ولایت له والي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د هلمند ولایت له والي مولوي امان الدین منصور او د کلیو د بیارغونې او پراختیا رئیس. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۱۰:۱۲
Background image

خبرتیا

د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت په پام کې لري چې خپل (۱۲۱) عرادې وسایط په ۱۴۰۵/۱/۱۸ نېټه د سې شنبې په ورځ د لیلام پروسې له لاري خرڅ کړي.

شرکتونه او اشخاص که د رانیولو لپاره علاقمندي. . .

BACK TO NEWS