د سولرونو په برخه کې د شرکتونو د ثبت او ډیټابیس د پروسې خبرتیا(اعلان)

noor_admin
1

د خپریدو نېټه

د پای نېټه

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت په پام کې لري چې د جوړ شوي لارښود له مخې د خپلو سولري پروژو لپاره چې د اړوندو ریاستونو  له خوا د تدارکاتو ریاست ته د قرار داد په موخه استول کیږي د سولرونو په برخه کې د هیواد په کچه وړ شرکتونه د لارښود سره سم  ثبت او ډیټابیس کړي او په راتلونکي کې د همدې شرکتونو له لارې د داوطلبۍ بهیر پر مخ یوسي،  اعلان ته سپاري.

ټولو پر شرایطو برابر شرکتونو ته بلنه ورکول کیږي ترڅو د ( د جوړ شوي لارښود سره سم د سولري شرکتونو د ثبت او ډیټابیس کولو ) په  پروسه کې ګډون وکړي او علاقمند شرکتونه کولای شي  یاد لارښود د وزارت ویب سایټ، ټویټر او فیسبوک پاڼې څخه ترلاسه او همداراز تاسو کولای شئ د جوړ شوي لارښود هارډ کاپي یا سافټ کاپي/ د میموري یا فلش ډیسک له لارې  په فزیکي ډول د تداراکات ریاست، د تدارکاتي توکو او غیر مشورتي خدماتو آمریت څخه ترلاسه او د جوړ شوي لارښود د  شرایطو سره سم دې خپل ضروري اسناد د خبرتیا د نیټې د خپرولو څخه د ۳۰ دېرش کاري ورځو په جریان کې د سهار ۹:۰۰ بجو څخه د مازدیګر تر ۳:۰۰ بجو پورې په دې پتې مونږ ته تسلیم کړي .

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت، د تدارکاتو ریاست، د تدارکاتي توکو او غیرمشورتي خدماتو آمریت، د دارالامان واټ نیله باغ سړک کابل افغانستان.

د اړیکې شمیره: 0202520213  - 

په درنښت

 

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت

نورې داوطلبی

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۵ - ۱۵:۱۲
Background image

خبرتیا

د ننګرهار ولایت د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست په پام کي لري چې خپل (۱۳) عرادې وسایط په ۱۴۰۴/۱۱/۶ نېټه د دوشنبې په ورځ د لیلام پروسې له لارې خرڅلاو ته وړاندي کړي.

شرکتونه او اشخاص . . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۸ - ۱۲:۴۸
Background image

خبرتیا

ټاکل شوی چې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د ۳۰/۱۰/۱۴۰۴  نیټه سه شنبې ورځ په بلخ ولایت کې د خپل (۲۷) عراده وسایط د لیلام له لارې وپلوري.

هغه شرکتونه او کسان چې لیوالتیا لري کولای . . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۹:۱۴
Background image

خبرتیا

ټاکل شوی چې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د ١٤٠٤/١٠/٢٨ نیټه یکشنبې ورځ په کندز ولایت کې د خپل (۲۸) عراده وسایط د لیلام له لارې وپلوري.

هغه شرکتونه او کسان چې لیوالتیا لري کولای شي . . .

Back to tenders