مېرمن بانو، په خپله سيمه کې لومړنۍ هټۍواله (ګڼه ۵۹)

mrrd_admin
WEE-RDP succes story of a woman

په بلخ ولایت کې د (سحر) د سپام ګروپ غړې آغلې مېرمن بانو چې پخپله د بلخ ولسوالۍ د مرکزي کلي اوسیدونکې ده، په کال ۲۰۱۳ ز کې د سحر د سپام ګروپ کې غړې شوه او د ۳۰ افغانیو په سپمولو سره یې وکړای شول چې د ګروپ د غړو باور تر لاسه کړي.
آغلې بانو وايي: نږدې ۴ کاله وړاندې یعنې په کال ۲۰۱۳ ز کې د افغانستان د کلیوالي صنعتونو د پرمختیا ملي پروګرام یوه کارکوونکې د آغلې فاطمه سرفراز په نامه زموږکلي ته راغله. د خبرو اترو لپاره یې د کلي یو شمېر مېرمنې د ښځینه شورا د رییسې په کور کې را ټول کړل او د یاد پروګرام په اړه یې د کلي مېرمنو ته بشپړ معلومات ورکړل، د هغې د خبرو په نتیجه کې لیواله شوم چې زه باید د سپام ګروپ غړې شم، ترڅو د خپلې کورنۍ لپاره یوه اندازه پیسې وسپموم.
په ګروپ کې له غړیتوب څخه دمخه د کور په چارو کې ښکیله یوه مېرمن وم او له هغه پرته مې کومه ځانګړې دنده نه لرله، اقتصاد مې هم ډير کمزوری وو او له ژوند څخه به تل رنځیدم. تل به مې دا فکر کاوه چې زموږ راتلونکی ژوند به څنګه شي؟ ځکه چې زما خاوند خو د ولسوالۍ په بازار کې یو کوچنی هټۍ لري، چې عایدات یې هم ډير کم دي، کله به دا فکر هم راتللو چې مخ ته د اولادونو اینده را روانه ده، د دوی د زده کړو لګښتونه به څنګه شي، زما لورګانې او ځامن به ښوونځي ته په دې سختو شرایطو کې څنګه ولاړ شي؟ له ځان سره به مې ویل ایا زما د خاوند ګټه به د بچیانو د زده کړې اړتیاوې پوره کړای شي؟ ایا زما خاوند د کورنی اړتیاو سربېره د کتابچو، قلمونو او د زده کړې په برخه کې د نورو اړتیاو د پوره کولو لپاره مايل توان لري؟ همدې فکرونو به لار راڅخه ورکه کړله او له ځان سره به مې ویل: څنګه کولای شم یوه داسې عایداتی لار پیدا کړم، چې د خپلې کورنۍ لپاره مالي تمویلوونکي وګرځم او د یو ښکلي ژوند په ترلاسه کولو کې له خپل خاوند سره مرسته وکړم؟ رښتیا هم چې دې پوښتنو راته رواني ستونزه پيدا کړې وه. له همدې امله د فاطمه جانې په هڅونې زه له سپام ګروپ سره یوځای شوم، تر هغې چې د اتحادیې او سپام ګروپونو د غړو په مشوره نږدې (۹) میاشتې وړاندې مې له اتحادیې څخه په اسلامي اصولو سره پور ترلاسه کړ. په دې پیسو مې د کور د انګړ په یوې څنډې کې چې مخ یې بهر ته وو هټۍ جوړه کړله. د وخت په تیریدو او د خاوند په مرسته چې هغه په دوکاندارۍ کې ښه تجربه لرله ما هم وکړای شول، چې د کلي د مېرمنو لپاره په نوې هټۍ کې هغه اجناس او تولیدات رانیسم چې هغوی یې د رانیولو په برخه کې له ستونزو سره مخ وو.
د دویم ځل لپاره مې بیا په اسلامي اصولو سره له اتحادیې څخه پور تر لاسه او پخپلې هټۍ کې مې پانګونه ډیره کړه. اوس د کلي مېرمنو ته چې هر څه پکاریږي هغه زما په هټۍ کې موجود وي او پرته له کومې ستونزې یې تر لاسه کولای شي. د یادونې وړ ده چې د تیرو حسابونو له تصفیې وروسته، مې اوس د (صفا) په نوم د پور او سپام له اتحادیې څخه هم ۲۴۰۰۰ افغانۍ پور تر لاسه کړی. په دې پیسو سره د پروګرام د کارکوونکو په مشوره غواړم خپلې هټۍ ته یوه پایه یخچال رانیسم، ترڅو په اوړي کې د څښاک لپاره ګرمې نوشابې، اوبه، شوملې او داسې نور د څښاک شربتونه هم پلورنې ته وړاندې کړم. د یوې مېرمنې په توګه مې هیڅکله دا فکر نه کولو چې یوه ورځ به د بلخ په ټولې ولسوالۍ کې د لومړنۍ ښځینه دوکاندارې په توګه کار وکړم او د دې مشغولتیا له لارې یوه حلاله عایداتي لار خپلې کورنۍ ته پیدا کړم، ځکه چې ما د بې وزلۍ ژوند درلوده او زما د کورنۍ لپاره د روزۍ ګټونکی یواځې زما خاوند وو. لیکن زه اوس په دې هټۍ کې د پلورنې له درکه په ورځنۍ بڼه له ۱۰۰۰ افغانیو څخه تر ۲۰۰۰ زره افغانیو پورې پیسې ګټم او د دې ترڅنګ مې د کلي خلکو ته هم لویه اسانتیا پیدا کړې ده.
له کله راهیسې چې له دې پروګرام سره یوځای شوې یم، د خوښۍ او رضایت احساس کوم. ځکه چې له دې پروګرام څخه دمخه موږ یواځې د کور په چارو کې بوختې مېرمنې وو او له هغو پرته مو نورو کارونو ته مخه نه شوه کولای. د دې پروګرام له سترو مرستو څخه یو هم دا وو چې زموږ د کلي مېرمنو ته یې دا څرګند کړل، چې تاسو هم کار کولای شئ او د ژوند د بهبود لپاره عایداتي سرچینې په خوځښت کې راوستلای شئ. پرځای د دې چې بې روزګاره د بې وزلۍ او بې وسۍ په جال ګیر اوسئ. موږ ته یې دا را زده کړل چې کولای شو کار ته مخه وکړو، نوي عایداتي مشغولتیاوې ځانته پیدا کړو او که همت وکړو، کولای شو له خپلو نارینه و سره اوږه په اوږه آن په کور دننه په ډيرو لږو امکاناتو سره چې زموږ په اختیار کې دي، کار وکړو او دا څرګنده کړو چې موږ هم خپلو بچیانو ته حلال رزق ګټلی شو.
په پاې کې غواړم ووایم، چې زه د راتلونکي لپاره سترې موخې او پلانونه لرم. چې یو له هغو څخه د کاروبار لپاره د نويو مېرمنو په دنده ګمالرل دي، چې په دې کار سره به زما کاروبار نور هم پراخه شي. له یوې خوا به د کلي نورې مېرمنې او انجونې د کاروبارونو پېل ته وهڅول شي او له بلې خوا به هغوی هم زما په څېر له تیارو خونو څخه بهر او ژوند ته د یوې نوې دریڅې له لارې وګوري.

د بریا کیسه (پی ډي اېف)