په نورستان کې به څه کم ۱۲ زره کورنیو ته لمریزه برېښنا برابره شي

mrrd_admin
یکشنبه ۱۳۹۷/۱۰/۲۳ - ۱۴:۰
تصویر

د کليو بیارغونې او پراختیا وزیر پوهنمل مجیب الرحمن کریمي پرون د نورستان والي حافظ عبدالقیوم سره د یاد ولایت د خلکو د ستونزو او غوښتنو د اوریدو په موخه ولیدل.
د لیدنې په پیل کې د نورستان والي د کليو بیارغونې او پراختیا وزیر سره د لارو د نشتون او د څښاک د اوبو کمښت ستونزې او لېرې پرتو سېمو ته د برېښنا رسونې پروژې غوښتنې شریکې کړې.
د کليو بیارغونې او پراختیا وزیر وویل، د نورستان په مرکز پارون کې هغه سړک چې لومړنۍ برخه یې بشپړه شوې، دویمه برخه به یې هم چې ۵۱۰ متره کېږي، د وزارت د سیمه ییزو پروګرامونو د همغږۍ دفتر لخوا جوړه شي.
د کليو بیارغونې او پراختیا وزیر زیاته کړه، د نورستان په برګمټال او کامدیش ولسوالیو کې به ۱۱۴۱۱ کورنيو ته برېښنا برابره شي، چې له ډلې یې ۴۱۰۳ کورنۍ سروې شوي او د پاتې کورنیو له سروې وروسته به ورته لمریزي کڅوړې وویشل شي.
د کليو بیارغونې او پراختیا وزیر همدرنګه وویل، په نورستان کې به د کلیوالي مېرمنو د اقتصادي پیاوړتیا پروګرام د نورستان ولایت د پتون او وامه په ولسوالیو کې ۶۶ کلي تر پوښښ لاندې راولي، چې په کې به ۶۶ اتحادیې جوړې کړي او په پنځو کالونو کې به ورسره ۴۲ ميليونه افغانۍ بلاعوضه مرسته وشي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۴:۲۵
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د اهل تشیع مخور سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د اهل تشیع له مخور سید حسن فاضل زاده او استازو سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پیل کې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۲:۳۱
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر په افغانستان کې د چین هېواد له سفیر سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې په افغانستان کې د چین هېواد له سفیر ژاو شینګ او مل پلاوي سره لیدنه وکړه.

د دې لیدنې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۳ - ۸:۳۶
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیو ودانیزو چارو مرستیال ټکنالوژۍ پارک څخه لیدنه وکړه

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیو د آبادۍ چارو محترم معین الحاج محمد ارسلاح خروټي نن وروسته له غرمې په داسې حال کې چې د سرک جوړونې رئیس مولوي فضل الرحمن عاصم، د کلیوالي پراختیا. . .

BACK TO NEWS