په تیرو4 کلونو کې په خوست کې د څه کم 451 میلیونه افغانیو په ارزښت 60 پرمختیايي پروژې پلې شوي

content_manager
چهارشنبه ۱۳۹۸/۷/۱۰ - ۱۵:۳
خوست

د کلیو د بیا رغونې او پرمختیا وزارت سیمه ییز پروګرام له 2015 زیږدیځ کال را پدیخوا د 450,968,558 افغانیو په ارزښت 60 عام المنفعه پروژې د خوست ولایت په بیلابیلو سیمو کې تطبیق کړي چې 27 دغه پروژې بشپړې او 33 نورې یې د بشپړیدو په حال کې دي. د دغو پروژو په لړ کې چې 46 یې له ملي بودیجې، 13 یې د نړیوال آسیايي بانک او 1 یې د هند له لوري تمویل شوې 145,527 کاري ورځې رامنځته او 225,770 ځايي اوسیدونکي لدغو پروژو هر اړخیزه ګټه پورته کوي. د دغو پروژو د تطبیق پر مهال استنادي دیوالونه، د اوبو لګولو سربندونه او کانالونه، ټرانسپورټي پلونه، د عامه خدمتونو وداني، ښوونځي، قیر او کانکریټي سړکونه جوړ شویدي. د یادونې وړ ده چې دغو پروژو د ځايي اوسیدونکو د ټولنیز ژوندانه په بیلابیلو اړخونو کې د پام وړ مثبت اغیز شیندلی دی.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۸ - ۱۳:۵۹
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د کاپیسا ولایت د والي له مرستیال سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د کاپیسا ولایت د والي له مرستیال شیخ اسدالله سنان او د کلیو د بیارغونې او پراختیا. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۱۳:۱۰
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د هلمند ولایت له والي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د هلمند ولایت له والي مولوي امان الدین منصور او د کلیو د بیارغونې او پراختیا رئیس. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۱۰:۱۲
Background image

خبرتیا

د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت په پام کې لري چې خپل (۱۲۱) عرادې وسایط په ۱۴۰۵/۱/۱۸ نېټه د سې شنبې په ورځ د لیلام پروسې له لاري خرڅ کړي.

شرکتونه او اشخاص که د رانیولو لپاره علاقمندي. . .

BACK TO NEWS