په کاپیسا کې د ۲۳،۹ ميلیونه افغانیو په ارزښت د اوبو رسولو یوه شبکه ګټې ته وسپارل شوه

content_manager
یکشنبه ۱۳۹۸/۲/۲۹ - ۶:۵۷
Kapisa

د کليو بیارغونې او پراختیا وزارت د سېمه ییزو پروګرامونو د همغږۍ دفتر له لوري د کاپيسا ولایت په البیروني پوهنتون کې د ۲۳،۹ ميليونه افغانیو په ارزښت د څښاک اوبو رسولو یوه شبکه ګټې اخېستنې ته وسپارل شوه.

په دې شبکه کې د ۲۰۰ مکعب مترو په حجم د اوبو ذخیره، د اوبو رسولو سیسټم، د دوو ژورو څاګانو کېندل، دوه جنراتورنه او دوو کوټو جوړول شامل وو.

د یادونې وړ ده، یاده شبکه به ۴۰۰۰ محصلانو ته چې د انجونو ليله هم په کې شامله ده، د څښاک اوبه برابروي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۰ - ۷:۱۷
Background image

په پکتیا ولایت کې د اوبو د یوه کوچني بند (چکډم) د کار له بهیر څخه څارنه ترسره شوه

د پکتیا ولایت د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست د تخنیکي او انجنیري ټیم د دغه ولایت د مرکز اړوند  په (اوده) ډاګ سیمه کې د اوبو د یوه کوچني بند (چکډم) د کار له بهیر څخه چې د څه باندې (۹. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۰ - ۶:۴۷
Background image

په کونړ ولایت کې د یوه کیبلي پُل او سړک د جوړولو چارې پيل شوې

د کونړ ولایت د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست له لوري د دغه ولایت  د ناړۍ ولسوالې په سونه کلي کې د (۴۸،۷) میلیونه افغانیو په لګښت د (۱۴۰) مترو په اوږدوالي د یوه کیبلي پُل او د (۱۷۰). . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۱۹ - ۱۰:۳۱
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د فراه ولایت له والي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د فراه ولایت له والي الحاج ملا محمد حافظ مجاهد سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پيل کې د. . .

BACK TO NEWS