په غزني  کې ۱۴۰۰ کورنیو ته د څښلو پاکې اوبه برابرې شوې

content_manager
یکشنبه ۱۳۹۸/۲/۲۹ - ۷:۰
Jaghoori

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت په کلیوالي سیمو کې د اوبو رسولو، روغتیاساتنې او اوبو لګولو د ملي پروګرام له لوري د غزني ولایت د جاغوریو ولسوالۍ په بېلا بېلو کلیو کې د څښلو د اوبو ۶۵ څاه ګانې جوړې او د خلکو ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.

په دغو څاه ګانو باندې ټولټال ۱۱،۶۶۹،۵۰۰) افغانۍ لګښت راغی چې د دولت له بودجې څخه  ورکړل شوې.

د یادو شویو څاه ګانو د جوړولو په  چارو کې د ځايي خلکو لپاره ۳۹۰ کاري ورځې ایجاد شوې او په بشپړېدو سره یې  څه باندې ۱۴۰۰ کورنیو ته  د څښلو پاکې اوبه برابرې شوې.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۱ - ۱۰:۵۰
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د نورستان ولایت له والي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د نورستان ولایت له والي ذین العابدین عابد سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پيل کې د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۵ - ۱۰:۵۷
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت له لوري د هېواد په (۲۳) ولایتونو کې د (۲۱۵۳) بېلابېلو پراختیايي پروژو چارې پيل شوې

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت تر چتر لاندې او د افغانستان د ټولنیز ملاتړ او معیشت پروګرام په همغږۍ د هېواد د (۲۳) ولایتونو (۳۸) ولسوالیو په (۲۱۵۳) کلیو کې د شاوخوا (۸۷) میلیونه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۱ - ۱۱:۴
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د دایکندي ولایت له والي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د دایکندي ولایت له والي مولوي تورجان احمدي سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پيل کې د. . .

BACK TO NEWS