په سمنګان ولايت  کې د څه باندې ۵،۹  ميليونه افغانيو په لګښت د ښاري بريښنا شبکې د غزولو کار روان دي

content_manager
سه‌شنبه ۱۳۹۸/۴/۱۸ - ۹:۲۷
سمنگان

د  کليو بيا رغونې او پراختيا وزارت د ولسي تړون ملي پروګرام  له لوري د ښاري بريښنا د شبکې د غزولو کار د سمنګان ولايت د حضرت سلطان ولسوالۍ اړوند د کوکه بلاق پايين کلي د پراختيايي شورا له لوري  د څه باندې د ۵،۹ ميليونه افغانيو په لګښت روان دي. نوموړې پروژه د ۳۷۵۰ مترو په اوږدوالي د ۲۰ کيلو ولټ او د ۳۴۰۰ مترو په اوږدوالي د صفر اعشاريه ۴ کيلو ولټ د بريښنا د مزيو د غځولو لپار ۱۴۳ ستنې په نظر کې نيول شويدي. نوموړې پروژه د ۱۶۰ کليو ولټ امپير په ظرفت سره ۲ ترانسفارمرونه  لري چې د شبکې په بشپړيدو سره به ۲۵۴ کورنۍ  له  بريښنا څخه برخمن شي .د يادونې وړ ده چې ددغې پروژې کار ۷۰ سلنه بشپړ شوي  او د جوړيدو په بهير کې به د ماهرو او غير ماهرو کاريګرو لپاره ۶۳۰ کاري ورځې هم رامنځته شي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۰:۰
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د بامیان ولایت له والي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د بامیان ولایت له والي الحاج قاري ګل حیدر شفق سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پيل کې د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۴:۲۳
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د پکتیا ولایت له قومي مشرانو او مخورو سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د پکتیا ولایت د مرکز ګردیز له قومي مشرانو او مخورو سره لیدنه وکړه.

په یاده لیدنه کې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۴ - ۵:۴۱
Background image

د بدخشان ولایت د واخان سړک خامه چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

د بدخشان ولایت د واخان ولسوالۍ د بروغیل له سرحد څخه تر چین هېواد پولې پورې د (۳۶۵) میلیونه افغانیو په ټولیز لګښت د (۱۲۱) کیلومتره خامه سړک د جوړولو چارې، چې په دوو فازونو کې د کلیو د. . .

BACK TO NEWS