په جوزجان ولایت کې به سږ کال د څه کم ۳۰۰ ميليونه افغانیو په ارزښت ۲۳۸ پرمختیايي پروژې پلي شي

content_manager
شنبه ۱۳۹۸/۱/۱۷ - ۴:۱۰
جوزجان

د کليو بیارغونې او پراختیا وزیر پوهنمل مجیب الرحمن کریمي نن په خپل کاري دفتر کې د جوزجان ولایت د قومي مشرانو او ځوانانو سره د یاد ولایت د ستونزو د اوریده په موخه ولیدل.

د لیدنې په پیل کې د جوزجان ولایت قومي مشرانو د کليو بیارغونې او پراختیا وزارت د پلي شویو پروژو څخه خوښي څرګنده کړه، چې د کليوالو په ژوند یې جوت اغېز کړی او ورپسې د خپلې سيمې ستونزې او غوښتنې د کليو بیارغونې او پراختیا له وزیر سره شریکې کړې، چې د څښاک اوبه، د سربندونو جوړول، د ښوونځيو د ودانیو نشتون او د ترانسپورټي لارو جوړول یې مهمې وبللې.

د کليو بیارغونې او پراختیا وزیر دوی ته وویل،" چې سږ کال به په جوزجان ولایت کې د څه کم ۳۰۰ ميليونه افغانیو په ارزښت ۲۳۸ پرمختیايي پروژې په بېلابېلو سکتورونو کې پلي شي او د دې ترڅنګ به امکاناتو او د وزارت کاري ساحې ته په پام ستاسې نورو ستونزو ته هم د حللارې پیدا کړو."

د کلیو بیارغونې او پراختیا وزیر زیاته کړه، چې د جوزجان په ۱۲۱ کلیو کې به د مېرمنو د کورني اقتصاد پیاوړتیا پروګرام پیل شي، چې څه کم لس زره خلک به تر خپل پوښښ لاندې راولي، د دوی لاسي صنایع به پیاوړي کړي او په کور دننه به ورته کاري فرصتونه ایجاد کړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۴ - ۵:۴۱
Background image

د بدخشان ولایت د واخان سړک خامه چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

د بدخشان ولایت د واخان ولسوالۍ د بروغیل له سرحد څخه تر چین هېواد پولې پورې د (۳۶۵) میلیونه افغانیو په ټولیز لګښت د (۱۲۱) کیلومتره خامه سړک د جوړولو چارې، چې په دوو فازونو کې د کلیو د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۴:۳۲
Background image

په زابل ولایت کې د یوه پُل د جوړولو چارې پیل شوې

د زابل ولایت د شاجوی ولسوالۍ اړوند د جعفر علي‌خېلو په کلي کې د (۴۰) مترو په اوږدوالي د یوه پُل د جوړولو چارې د (۱۷.۵) میلیونه افغانیو په لګښت، د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د مالي. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۴ - ۹:۴۷
Background image

د لغمان ولایت علیشنګ ولسوالۍ کې د (۲،۰۸۹) کیلومتره جغل‌ فرش سړک د جوړولو چارې پیل شوې

د لغمان ولایت د علیشنګ ولسوالۍ اړوند له واینګل سیمې څخه تر اولیا بالا پورې د (۲،۰۸۹) کیلومتره جغل ‌فرش سړک د جوړولو چارې، د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیو ودانیزو چارو مرستیال. . .

BACK TO NEWS